د زمبابوې کرکټ ملي لوبډلې د پېسو په لالچ ټولو چیلینجونو ته غاړه ورکړه او د نړېوالو په اند نا امنه پاکستان ته د کرکټ لوبو له پاره ورسېده.
ویل کیږي، چې د زمبابوی کرکټ ملي لوبډله په پاکستان کې د ولسمشر د امنیت ډلې له خوا له لاهور نړېوال هوایي ډګر څخه تر پنځه ستوري هوټل پورې بدرګه شوه.
د دواړو کوربه او زمبابوی کرکټ ملي لوبډلو ترمینځ د کېدونکو ۲ شل اوریزه او ۳ نړېوالو پنځوس اوریزه سیالیو پرمهال د ښه امنیت په موخه د پاکستان حکومت د ۶ زره پاکستاني سرتیري د هوټل څخه لاهور (قذافي) کرکټ نړېوال لوبغالي پورې په دندو ګمارلي دي، چې د هیلوکاپټرله خوا د لوبغالي څارنه هم کیږي.
همدارنګه د لوبغالي شاوخوا ۱۰۰ امنیتي پټې کامرې هم لګول شو دي، چې پکې ۲۴ ساعته څارنه روانه ده.
پاکستاني چارواکو ویلي، چې (قذافي) کرکټ نړېوال لوبغالي ته به نندارچیانو د څوو میترو په واټن پیاده مزل کوي او د پلټلو وروسته به له ۲ لارو لوبغالي ته ننوځي.
دغه راز د نندارچیانو د موټرو له پاره تم ځای هم له لوبغالي څخه، څو میتره لرې ټاکل شوې او د لوبغالي خوا او شا تجارتي مارکیټونه او هوټلونونه د ۲ اونیو له پاره تړل شوي دي.
د زمبابوی کرکټ ملي لوبډله په داسې حال کې د سیالیو له پاره د نیږدی ۶ کلن انتظار وروسته د پاکستان شړ کرکټ نړېوال لوبغالي ابادوي، چې په بدل کې یې ۵ سوه زره امریکایي ډالره زمبابوی ته ورکړل شوي او د لوبو وروسته ورسره د نورو پېسو د ورکړې ژمنه هم شوې ده.
د یادونې وړ ده، چې په ۲۰۰۹ کال په لاهور کې سریلانکایۍ کرکټ ملي لوبډله د وسله والو خونړي برید لاندې راغله، چې د هغې وروسته دا لومړې ځل دی، چی یوه ټیسټ کرکټ لوبډله پاکستان ته د سیالیو له پاره سفرکوي.
د زمبابوی حکومت او د نړیوالو لوبغاړو څخه د ملاتړ اداری له خوا زمبابوې کرکټ ملي لوبډله پاکستان ته دورتګ څخه منع کړی شوې هم وه.
د زمبابوی کرکټ ملي لوبډلې کپتټن ایلټن جیکومبرا په لاهور ېی رسنیزې غونډه کې د پاکستان حکومت له خوا دوی ته د نیول شویو امنیتي تیارو مننه وکړه او و يې ویل، چې د نړۍ په یوه هېواد کې هم د امنیت ضمانت نه شي کېدلی.
ټاکل شوې ده، چې د پاکستان او زمبابوی کرکټ ملي لوبډلو ترمینځ به د سیالیو لړۍ په لومړۍ ۲۰ اوریزه لوبه د روانې (مې) میاشتې په ۲۲ مه نېټه پېل شي.