زرغون بهیر یا "روند سبز" خوځښت په بغلان ولایت کې د اعتراض خېمه وهلې او له ملګرو ملتونو غواړي، چې د گلبدین حکمتیار نوم له تور لېسته ونه باسي.
په بغلان کې د شنه بهیر د ولایتي دفتر مسول ارش راستین سلام وطندار ته وویل، دوی د هغو کورنیو له پاره چې په تنظیمي جګړو کې زیانمنې شوې عدالت غواړي.
راستین وایي، شین غورځنګ له بغلانه پیل کړی او په دې ولایت کې یې د عدالت خېمه وهلیاو د خلکو د لاسلیکونو په راټولو سره له ملګرو ملتونو غواړي، چې د حکمتیار نوم د خپل سازمان په تور لېست کې وساتي.
نوموړي زیاته کړه، د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ نه شي کولی، چې د خلکو حق هم ور وبښي.
د دغه غورځنګ غړي وایي، چې که د ملګرو ملتونو سازمان د دوی غوښتنې ونه مني؛ نو په ټولهېواد کې به لاریونونه وکړي.
د بغلان ولایت دوو اوسېدونکو شېرمحمد او محمد رحیم، چې لاسلیکونه یې کړي له ملګرو ملتونو غواړي هغه مهال دې د ګلبدین حکمتیار نوم له تور لېسته لرې کړي، چې حکمتیار خپلې تېرې کړنې جبران کړي له خلکو بښنه وغواړي او وروسته محاکمه شي.
هڅه مو وکړه، چې په دې اړه د سولې د عالي شورا نظر هم ولرو، خو د پرلپسې هڅو سره سره بریالي نه شو.
دوه ورځې مخکې د هیواد ولسمشر اشرف غني د یوه فرمان په صادرولو سره دستور ورکړ، چې د حزب اسلامي د مشر انجینر ګلبدین حکمتیار سره د سولې د هوکړه لیک د پلي کولو له پاره عملي ګامونه پورته کړي.
افغان حکومت یوه میاشت مخکې د حزب اسلامي له مشر سره د سولې تړون لاسلیک کړ، چې د هغه په اساس افغان حکومت باید د حکمتیار نوم له تور لیسته پاک کړي، چې په مقابل کې به یې د حزب اسلامي وسله وال له جنګ لاس اخلي او له ټولو وسله والو ډلو سره به خپلې اړیکې پرې کوي.