د پوهنې وزارت چارواکي وايي، د «پوهنې لسیزه» په نوم یې داسې طرحه جوړه کړې چې له مخې به یې نه یوازې له اړتیاوو سره سم ښوونیز خدمات وړاندې شي، بلکې د ښوونځیو زدهکوونکي په راتلونکیو ۱۰ کلونو کې وکولی شي چې تر فراغت وروسته په مستقیم ډول کار پیل کړي.
د دوی په وینا یاده طرحه یې اوس ارګ ته لېږلې او ولسمشر هم تایید کړې ده.
د پوهنې وزارت ویاندې نوریې نزهت سلاموطندار ته وویل، یاد وزارت به په راتلونکیو لسو کلونو کې د کمیت او کیفیت له اړخه د پوهنې بهیر پرمختللی او پیاوړی کړي.
د نوموړې په وینا، د دې طرحې له مخې به ټول زدهکوونکي تر فراغت وروسته له پوره وړتیاوو سره د کار بازار ته وړاندې شي.
نزهت زیاتوي، دې هدف ته د رسېدو لهپاره به له نړېوالو مرستندویه بنسټونو، مدني ټولنو او هېوادوالو سره په ګډه هلې ځلې وکړو څو د زدهکوونکیو له اړتیاوو او غوښتنو سره سم هغوی ته ښه خدمات وړاندې کړو.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمداشرف غني د سږني پوهنیز کال د پرانستلو پرمهال، ۱۳۹۷ کال د پوهنې د ملاتړ کال اعلان کړ.