د زابل والي بسم الله افغانمل وايي، چې تېره ورځ ناوخته د دې ولایت شینکۍ ولسوالۍ د سیوري سیمې په امنیتي پوسته کې یو نفوذي سیمه ییز پولیس خپل ۳ سنګروال وژلي دي او ۲ نور یې ټپیان کړي دي.
افغانمل سلام وطندار ته وویل، یاد نفوذي پولیس په اتغر ولسوالۍ کې دنده درلوده او په دې ولسوالۍ کې د خپلو ملګرو سره میلیمه شوي و او پولیس یې وژلي وو.
د دوی په خبره، نفوذي پولیس له سیمې تښتېدلی دی او یو میل کلاشینکوف یې هم له ځانه سره وړی دی.
د پېښې مسوولیت په اړه چا څه نه دي ویلي.