زابل؛ د طالبانو له زندانه د ۵۳ملکیانو او سرتېرو خوشې کېدل

کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول‌اردو مطبوعاتي مسوول محمدصادق عیسی وویل، تېره شپه يې د کشفي معلوماتو پر بنسټ د زابل د دایچوپان ولسوالۍ «اولم» سیمه کې د وسله‌والو طالبانو له یو زندانه  ۵۳ کسان ـ چې ۸ یې ملکي وګړي او ۴۵ یې امنیتي ځواکونه دي ـ خوشې کړي.

دی وايي، عملیات د افغان ملي‌اردو ځواکونو له‌خوا شوي‌دي.

هغه زیاته کړه، دې عملیاتو کي چاته زیان نه‌دی رسېدلی او خوشې شوي کسان دا مهال د زابل مرکز کلات کې دي چې تر راجسټر وروسته به خپلو کورنو ته ولېږدول شي.

پرهمدې مهال د کورنیو چارو وزارت د ویاند دفتر سرپرست نصرت رحیمي ویلي، د دغو کسانو د خوشې کولو عملیاتو پرمهال ۸ طالب جنګیالي هم وژل شوي.

وسله‌والو طالبانو تراوسه په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام