ریکارډ؛ هالینډ د ۸م ځل له‌پاره د هاکي نړۍ‌وال جام اتلولي وګټله

هالېنډ د ښځینه هاکي نړۍ‌وال جام سیالیو ۱۴ پړاو کې چې د انګلستان په کوربتوب جوړې شوې وې، د نړۍ‌وال جام اتلولۍ په ګټلو سره د ۸ م ځل له‌پاره ریکارډ جوړ کړ.

د یادو سیالیو رسمي وېب‌پاڼې د معلوماتو له مخې، که څه هم د ایرلېنډ ښځینه هاکي لوبډلې تر فاینله بې‌کچې مینه‌وال خپل کړي وو، خو په پای‌لوبه کې یې د دفاعي اتلې هالینډۍ لوبډلې د بریدونو ځواب ورنه‌کړ.

د هالینډ ښځینه هاکي ملي لوبډلې د ایرلېنډ لوبډله یو ځل بیا د ۲۰۰۲ کال نړۍ‌وال جام له سرنوشت سره مخ کړه او په یو اړخیز ډول يې ۶ پر صفر ګولونو سره ماتې ورکړه.

د ایرلېنډ ښځینه هاکي ملي لوبډله په خپل تاریخ کې د لومړي ځل له‌پاره د هاکي نړۍ‌وال جام سیالیو فاینل ته رسېدلې وه او تر ۲۰۰۲ کال نړۍ‌وال جام سیالیو وروسته یې دا لومړی ځل و چې د هالېنډ ښځینه هاکي ملي لوبډلې سره مخامخ شوه. دې لوبډلې هاغه مهال هم د ۶ پر صفر ګولونو سره لوبه بایللې وه.

هالېنډ لوبډلې د سږکال په ښځینه هاکي نړۍ‌وال جام سیالیو کې ۶ سیالۍ وکړې چې ۵ یې وګټلې، یوه یې مساوي کړه او په ۱۶ امتیازونو سره یې د لومړي مقام ګټلو ترڅنګ، د سرو زرو مډال هم واخیست.

ښځینه هاکي نړۍ‌وال جام سیالۍ په هرو څلورو کلونو کې یو ځل په یوه غړي هېواد کې جوړېږي. چین په دې سیالیو کې د ۱۶ هېوادونو په ډله کې د یوې مساوي لوبې او ۲ ماتو سره وروستی مقام خپل کړ.

تر هالېنډ وروسته، د ایرلېنډ لوبډلې د سپینو زرو او د هسپانیې ښځینه هاکي ملي لوبډلې د برونزو مډالونه وګټل.

په دې سیالیو کې هالینډۍ لوبغاړې کيټي ون میل په ۸ ګولونو سره د مخکښې ګول‌وهونکې، ایرلېنډۍ لوبغاړې اییشه میکفیران د غوره ګول‌ساتونکې او هالینډي لوبغاړي ویلټن بیا د ټورنمنټ غوره لوبغاړي جایزې واخیستې.

دغه راز ایرلېنډۍ ښځینه هاکي ملي لوبډله د لومړي ځل له‌پاره په خپل تاریخ کې د ښځینه هاکي نړۍ‌والې درجه بندۍ کې د ۱۰ غوره لوبډلو په کتار کې راغله.

ټاکل شوې د ښځینه هاکي نړۍ‌وال جام سیالۍ به ۴ کاله وروسته په ۲۰۲۲ کال کې وشي چې تراوسه یې د کوربه هېواد په اړه معلومات نه‌دي خپاره شوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام