روښنايۍ غورځنګ: د حکومت څېړونکی کمېسیون مشروعیت نه لري

د روښنايۍ غورځنګ غړي وايي، چې د دهمزنګ پېښې په اړه د حکومت حقیقت پلټونکی ګومارل شوی کمېسیون مشروعیت نه لري.

د دې غورځنګ غړي وايي، که د کمېسیون نتیجه هر څه شي؛ سر له اوسه د شهیدانو د کورنیو له خوا مردود دی.

د روښنايۍ غورځنګ غړی داود ناجي نن (چهار شنبه) په کابل کې د خبري غونډې پر مهال حکومت تورن کړ او یې ویل، چې "د روښنایۍ غورځنګ له نظره حکومت او امنیتي ځواکونو په خپله د دهمزنګ په پېښه کې لاس لرلو، نو حکومتي کمېسیون مشروعیت نه لري او په ناپېيیلي ډول حقیقت موندنه نه شي کولی."

د ناجي په خبره، د حکومت مشران د دهمزنګ د پېښې مسوولین دي او امنیتي ځواکونو هم د پېښې په مخنیوي کې غفلت کړی دی.

داود ناجي ټینګار کولو، چې د زمري د دویمې ورځې پېښه دې د نړیوالو بنسټونو او متخصصو خلکو له لوري وڅېړل شي.

د دې غورځنګ بل غړی احمد بهزاد وايي، د دهمزنګ په پېښه کې د حکومت د لاس لرلو په اړه ډېرې داسې نښې شته او زیاته یې کړه، چې دوی به دغه اسناد په خپل وخت د خلکو او پلټونکي کمېسیون په واک کې ورکړي.

بهزاد وویل، چې که حکومت په سم ډول د دې پېښې پلټل غواړي، نو د روښنایۍ غورځنګ د وړاندیزونو ملاتړ دې وکړي او د دې پېښې د څېړلو له پاره دې یو نړیوال کمېسیون وټاکي، چې د نړیوالو بنسټونو تر څار لاندې وي.

احمد بهزاد وايي، حکومت د اسد دویمې په ورځ د دې پر ځای چې د خلکو امنیت ونیسي د خپل ځان امنیت یې نیولو.

د دهمزنګ په خونړۍ پېښه کې ۸۴ تنه ولسي خلک ووژل شول او ۲۳۱تنه په کې ټپیان شول.

وموغوښتل، چې په دې اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ نظر هم واخلو، خو د پرلپسې تماسونو سره بیا هم اړیکه ځواب نه شوه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام