روښنايي غورځنګ: په راتلونکي کې د خپل خوځښت مدني پاتې کیدو ضمانت نه شو کولی

د ولسي جرګې او روښنايي غورځنګ غړي جعفر مهدوي د دوشنبې ورځ د " د روښنايي غورڅنګ او په افغانستان کې د مدني فعالیتونه لرلید" په نوم غونډې ته وویل، چې دغه خوځښت د خپل فعالیت له پیل راهیسې د حکومت ټولو استبدادي کړنو پر وړاندې مدني خوځښتونه کړي دي.

د مهدوي پروینا، که له ترکمنستانه افغانستان ته د ۵۰۰ کیلو ولته بريښنا لیږد مزی له بامیانو تیر نه شي له هیڅ بلې لارې نه شي تیریدلی.

د روښنايي غورځنګ دغه غړي حکومت ته خبرداری ورکړ، چې که حکومت پر خپل دریځ همدغه شان ټینګ ولاړ پاتې شي او دده پروینا له پرله‌پسې تبعیض لاس وا نه‌خلي د حکومت اداره به د هغو کسانو لاس ته ورشي، چې پر مدني ارزښتونو باور نه لري او نسکور به يې کړي.

د ملي امنیت پخواني سلاکار رنګین دادفر سپنتا هم د روښنايي غورځنګ د افغانستان نوې دموکراسي زیږنده بولي او وايي، چې د لاریون کوونکو امنیت خوندیتوب کې هیڅ ډول ناغیړي د منلو نه ده.

د سپنتا پروینا، چې د تیرو کلونو په پرتله اوس مهال ټولنیزدرزونه زیات شوي او په نړیوال سیاست کې د افغانستان سیاسي وفاق په اړه واحد لید لوری ه شته.

په دې اړه مو هڅه وکړه، چې د حکومتي مسوولینو نظر هم ولرو، خو له بیابیا اړیکو سره بریالي نه شولو.

وروسته له هغه، چې له ترکمنستانه افغانستان ته د سالنګ له لارې  د ۵۰۰ کیلو ولته بريښنا مزي لیږد په اړه حکومت خپله پریکړه اعلان کړه هزاره توکمو یې مخالفت وکړ او ویې غوښتل، چې دغه مزی دې د بامیانو او میدان وردګو له لارې کابل ته وغځول شي. دوی په دې اړه لاریونونه هم وکړل او یو خوځښت یې هم رامنځته کړه، چې وروسته یې دغه خوځښت ته د "روښنايي" نوم غوره کړ.

دغو کسانو د روان کال د زمري پردویمه د کابل په دهمزنګ سیمه کې پراخ لاریون وکړ، چې د ځان مرګي برید ښکار او له ۸۰ ډیر کسان په کې ووژل شول. 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام