افغان امنيتي ځواکونو سلاموطندار ته د هېواد له بېلابېلو ولايتونو د روژې د میاشتې د خپل روژهماتي او د پېشلمي د ډوډۍ انځورونه رالېږلي.
دغه سرتېري چې نه غواړي نومونه يې ياد شي وايي، اړ دي چې ځان لپاره له خپلو پيسو ۴ زره افغانۍ د خوراکي توکيو لپاره بېلې کړي؛ ځکه چې دولتي ډوډۍ يې نه تېرېږي.
دغه انځورونه سلاموطندار ته له جوزجان، غور، فاریاب او پروان ولايتونو رالېږل شوي دي.
خو د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارین سلاموطندار ته وايي چې د امنيتي ځواکونو د اعاشې د شکايتونو ستونزو ته رسېدنه شوې ده.