روسیه : که امريکا غواړي افغان حکومت سقوط ونه کړي وسلې دې ورکړي

د راپورونو پربنسټ روسیه په پام کې لري، چې افغانستان ته نظامي چورلکې را واستوي.

د افغانستان له پاره د روسيې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمير کابلوف د یاد هېواد " ریانووستي" خبري اژانس ته ویلي، چې افغان حکومت سره د نظامي مرستو په لړ کې خبرې اترې باید د هوکړې پر بنا وي.

کابلوف، چې د روسيې په بهرنيو چارو وزارت کې د اسیا د مديريت د ډېپارتمنت غړی هم دی زیاتوي، د شانګهای سازمان د غونډې په څنډه کې پر دغې موضوع د روسيې په اوفا ښار کې د دواړو هېوادونو مشرانو ترمنځ هوکړه شوې وه.

د دغه ډېپلومات په خبره، د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتین ویلي و، چې د هيليکوپټرو د پېسو په باب باید د امريکايي ځواکونو سره خبرې وکړي او دواړه هېوادونه به ددغې پېسو په ورکړې کې په ګډه برخه واخلي.

دغو چورلکو ته په روسي کې (МИ-35)   نوم ورکړل شوی دی.

کابلوف زیاته کړه، چې  " موږ سپکې او متوسطې وسلې هم لرو" خو په وينا يې،  باید د يوې هوکړې په ترڅ کې دغه وسلې افغانستان ته ورکړل شي.

د روسيې په بهرنيو چارو وزارت کې د اسیا د مديريت د ډېپارتمنت غړی وايي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم ورته ویلي چې دوی ته د امريکا له لوري د چورلکو د اخیستو له پاره پېسې نه ورکول کيږي.

هغه وايي، که امريکا غواړي اوسنی رژيم سقوط ونه کړي باید زیات نظامي وسایل افغان حکومت ته په واک کې ورکړي او دفاعي قابلیت يې پیاوړی کړي، خو په وينا يې داسې ښکاري، چې کومې ايډيالوژۍ د دوی پر سليم عقل تاثیر کړی دی.

روسیه داسې مهال افغان حکومت ته د نظامي هیليکوپټرو د ورکړې په اړه چمتوالی ښکاره کوي، چې افغان حکومت په نظامي برخه کې هوايي ځواک ته د ډيرې اړتیا یادونه کوي.

د پوځي چارو کارپوهان هم ټېنګار کوي، چې افغان امنيتي ځواکونه په هوايي ځواک سمبالول د مخالفينو له منځه وړلو کې مهمه اړتیا ده.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام