د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د امریکايي پوځیانو له خوا نه د افغان ماشومانو پر وژلو اندېښنه ښودلې ده.
د روسیې د بهرنیو چارووزارت ویاندې «ماریا زخاروفوا» تېره ورځ (یکشنبه د اوکټوبر پر ۳۰مه) په دغه هېواد کې خبریالانو ته وویل، چې په افغانستان کې په وروستیو ۹ میاشتو کې د امریکا پر مشرۍ د غوڅ ماموریت ځواکونو په بېلابېلو پوځي عملیاتو کې ۲۵۶۲ افغان ملکیان وژل شوي او ۵۸۳۵ نور ژوبل شوي دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې دا خبره په ډاکه نه کړه، چې د کومو څېړنو پر اساس د امریکا پر مشرۍ د غوڅ ماموریت ځواکونو له لوري د افغان ملکیانو د تلفاتو شمېر اعلانوي.
د افغانستان بیارغونې په اړه د امریکا ځانګړې پلټونکې اداره (سیګار) په هرو درېیو میاشتو کې د امریکا حکومت او کانګرېس ته د افغانستان په اړه راپور وړاندې کوي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وویل، امریکايي ټلوېزیون سي این این د یوه سوريايي ماشوم عکس بیا بیا خپروي او له هغه سیاسي ننداره جوړوي؛ خو په افغانستان کې د ۲۵۶۲ ماشومانو په اړه څه نه وايي، چې د دوی پر مشرۍ د ځواکونو له لوري وژل کېږي.
دې بیا بیا پر لوېدیځو او عربي رسنیو نیوکه وکړه، ویې ویل سي این این، الجزیزه او انډیپینډنټ د امریکا په مشرۍ د ایتلاف له لوري پر وژنو سترګې پټوي.
له دې مخکې پرون د افغانستان بیارغونې په اړه د امریکا ځانګړې پلټونکې اداره (سیګار) په خپل ۳ میاشتني راپور کې د افغان امنیتي ځواکونو د سږ کال د لومړیو ۸ میاشتو د مرګ ژوبلو شمېر اعلان کړ، ویې ویل چې د ۲۰۱۶ د جنورۍ له لومړۍ د اګست تر پایه ۱۵ زره افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
پهه همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي ویلي وو، چې د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې کچه له تېر کال سره برابره او ډېر توپیر په کې نه دی راغلی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند دغه راز زیاته کړې وه، چې حکومت د امنیتي ځواکونو مرګ ژوبلې مخنیوي له پاره هڅه کړې او وړ کسان یې پر پوځي او امنیتي څوکیو ګومارلي دي.