روزګان کې د ۳۳ سرتېریو مړي سره لمر ته پراته دي

طالبانو له شاوخوا ۳ ورځو راهیسې د روزګان ولایت چنارتو ولسوالۍ کې د ملي‌اردو پر قرارګاه بریدونه کړي چې په ترڅ کې یې افغان امنیتي ځواکونه ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

 په ځېنو راپورنو کې ویل شوي چې د طالبانو له برید وروسته د ملي‌اردو شاوخوا  ۴۰ سرتېري تري ـ تم شوي‌دي.

خو له سیمي تازه باوري سرچینې وایې چې په چنارتو ولسوالۍ کې لا هم د ۳۳ افغان سرتېریو مړي د پوځ په ویجاړ شوي مرکز کې سره لمر ته پراته دي .

د چنارتو مسوولان وایې، لس ورځې مخکې یې ولایتي چارواکیو ته ویلي وو چې طالبان سیمي ته ورغلي او د پراخ برید تابیا لري؛ خو مسوولانو په‌دې اړه کوم اقدام ونه‌کړ.

طالبانو د یاد برید مسوولیت منلی او دعوه يې کړې چي په یادې قرارګاه کې يې تر ۵۰ زیات افغان سرتېري وژلي دي؛ خو د روزګان امنیه قوماندان سمونوال محمد معروف احمدزي له سلام وطندار سره په اړیکې کې د ملي‌اردو یوازې ۳ سرتېرو د وژل کېدو خبره مني او زیاتوي چې د ملي‌اردو به ځوابیه ډزو کې ۱۱ طالبان هم وژل شوي‌دي.

طالبانو بېګا یو ځل بیا د روزګان د چنارتو ولسوالۍ پر ځېنو امنیتي مرکزونو بریدوندونه وکړل.

امنیتي سرچینې وايي، سیمه کي بې‌پیلوټه الوتکه ګزمه کوي؛ ځکه طالبان له خپلو لایزري وسلو کار نه‌اخلي .

ویل کېږي چي د چنارتو ولسوالۍ د نیولو له‌پاره د سرې‌قطعې په نوم د طالبانو ځانګړي ځواکونه تللي دي .

 طالبان هڅه کوي چې د دې ولسوالۍ په مرکز کې د سلام مخابراتي شبکې یوازینۍ پایه له‌منځه یوسي .

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام