د پاکستان پوځي عملياتو په پایله کې ټولې وسله والې سخت دريځې ډلې افغانستان ته د اوښتلو په حال کې دي او په افغان خاوره کې له طالبانو سر یو ځای د دولت په خلاف جنګېږي.
د راپورونو پر بنسټ، دا جګړه ماران په افغانستان کې د جګړې د فصل په پیل کې د طالبانو په ملاتړ جګړې ته داخلېږي او داسې ښکاري، چې روان کال به په افغانستان کې د افغانانو لپاره تر ټولو خونړی کال وي.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼه د شنونکیو او افغان چارواکیو له قوله ليکلي، چې په سلګونه بهرني جګړه ماران د پاکستان له پوځي عملیاتو افغانستان ته تښتي او په دغه هېواد کې پناه اخلي.
دغې ورځپاڼې ته افغان چارواکيو تایید کړي، چې د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې د ملي اردو د ۲۸ سرتېرو سر غوڅول هم د همدغو سخت دريځو د موجوديت شاهدي ورکوي.
له دې وړاندې د بدخشان د والي وياند هم تایید کړې وه، چې د بدخشان په جرم ولسوالۍ د ملي اردو د سرتېرو سرونه د بهرنيو سخت دريځو وسله والو له لوري پري شوي وو.
د نوموړي په وينا، طالبانو په بدخشان ولایت کې تر دې وړاندې داسې بې رحمي نه وه کړې.
ورځپاڼه کاږي، چې په دې وروستيو کې سخت دريځو په افغانستان کې په خپلو بې رحمه بريدونو سره د افغانستان د جنګ او کړکېچ بڼې ته تغير ورکړی او د خطر نښې يې زياتې کړي دي.
واشنګټن پوسټ وايي، د افغانستان د پارلمان غړي په دې اړه په غوسه دي، چې ولې ولسمشر غني د وسله والو طالبانو سره سوله کول غواړي.
همدارنګه د ورځ پاڼې په باور اکثره سخت دريځې د ډيورنډ کرښې ته څېرمه ځای پر ځای شوي دي.
دغې ورځپاڼې ته يو پاکستاني استخباراتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ويلي، چې د پاکستان څخه د سخت دريځو خطر تر يوه بريده افغانستان ته ليږدول شوی دی.
همدارنګه واشنګټن پوسټ ورځپاڼه د دغه پاکستاني چارواکي له خولې دا هم ويلي، چې پاکستان اوسمهال د افغانستان سره خپلې اړيکې ټينګې کړي او استخباراتي معلومات له یو بل سره شريکوي.
افغان شنونکي په دې باور دي، چې کله نوی ولسمشر قدرت ته ورسېد، نو د پخوا په پرتله د پاکستان سره خورا اړيکې ټينګې شوې او پاکستان هم ژمنه وکړه، چې له افغانستان سره به د سولې په خبرو اترو کې مرسته وکړي.