د ټاکنو خپلواک کمېسیون نن کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، د بایومتریک ټولې دستګاوې دغه کمېسیون ته رسېدلي او ۶ ولایتونو ته د دغو دستګاوو لېږدولو بهیر پیل شوی چې د ټول هېواد په کچه د بایومتریک د دغو دستګاوو لېږدولو بهیر د راتلونکې اوونۍ تر لومړیو پورې بشپړېږي.
دا شپږ ولایتونه نورستان، بدخشان، پکتیکا، ارزگان، غور او فاریاب دي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند حفیظالله هاشمي وايي، د بایومتریک ۲۲ زره دستګاوې او ټول مواد یې دغه کمېسیون سره دي چې پهدې توګه د ولسي جرګې ټاکنو کې له بایومتریک ټکنالوژۍ څخه ګټه اخېستل حتمي شويدي.
د هغه په وینا، له بایومتریک سیستم څخه د ګټې اخېستلو په تړاو ۲ زره کسانو ته روزنه ورکړل شوې او دغه کسان د ټاکنو کمېسیون ۲۱ زره نورو کارکوونکیو ته هم روزنه ورکوي.
سیاسي ګوندونو تېره ورځ ټینګار وکړ چې د بایومتریک دستګاه له لارې د رایهورکوونکي عکس اخېستل حتمي دي چې د درغلیو مخه ونیول شي او که څوک عکس نهاخلي، باید لسواړه ګوتې یې بایومتریک شي.
ښاغلی هاشمي وايي، کمېسیون پرېکړه کړې چې د نارینهوو لهپاره عکس اخېستل حتمي دي؛ خو د مېرمنو لهپاره اختیاري او د رایهورکوونکي یوازې د شهادت ګوته بایومتریک کېږي.
ښاغلی هاشمي د سیاسي ګوندونو بلې غوښتنې په اړه چې ویلي یې وو، هر هغه کس ـ چې د افغانستان تذکره ولري؛ باید د رایېورکولو حق ولري ـ وايي، د ټاکنو په ورځ یوازې هغه کسان رایه ورکولی شي چې پهخپلو تذکرو یې سټېکرې لګولې وي.
د ټاکنو کمېسیون ویاند زیاتوي، د ټاکنو ورځې ټول حساس مواد هم د رایو ورکولو مرکزونو ته لېږدول شويدي.
په همدې حال کې د افغانستان د ازاده او عادلانه ټاکنو بنسټ اجراییوي مشر یوسف رشید وايي، د ټاکنو کمېسیون په یو استثنايي پروګرام کار کوي چې طبیعي پېښې او امنیتي مسایل په کې شاملېږي او افغان حکومت هم دغه کمېسیون سره همکاري کوي.
د ولسي جرګې د ټاکنو ترسره کولو نېټې له رانږدې کېدو سره د ولسي جرګې ټاکنو ته د نوماندانو ټاکنیزې مبارزې هم ګرمې شوېدي.