«په اوونۍ کې دوه ځلې د خلکو د کورونو له‌مخې ټولې خځلې راټولوم او د زرنج په وسیله یې د ښاروالۍ له‌خوا کېښودل شویو کثافت‌دانیو ته یې وړم. دغې چارې مې روزګار یو څه ښه کړی او له ګتې مې یو زرنج اخیستی دی.»

دا د نعیم خبرې دي. نوموړی د کابل ۱۳مې ناحیې د حاجي نوروز څلورلارې د استوګنو له‌خوا د سیمې د تنظیف کارکوونکي په توګه کومارل شوی دی.

نعیم، مې د کار پرمهال چې له کوڅو یې خځلې او کثافات په رزنج کې راغونډ کړي و، ولید. هغه وايي، د دغې سیمې اوسېدونکي د هر کور پرسر د میاشتې۱۲۰ افغانۍ معاش راکوي.

کیسه کا چې د شاوخوا ۲۰۰ کورونو کثافات راټولوي.

د دې له‌پاره چې وپوهیږو ایا د کابل ښار په نورو سیمو کې هم هېوادوالو دغه ډول اقدام کړی دی؛ په دې پلمه څو سیمو ته له نږدې ورغلو.

زیاترو هغو سره چې خبرې اترې مو وکړې ځواب یې منفي و. خو د شا شهید سیمې استوګن ارشاد احمد بیا وویل، دا چې د ښاروالۍ کارکوونکي د سیمو په پاکولو کې کمکاري کوي؛ له امله یې د سیمې خلکو د کثافاتو راټولو له‌پاره یو تن ګومارلی دی.

د ارشاد احمد په خبره، د خلکو دغه پرېکړه لامل شوې چې چاپېریال یې له خځلو او کثافاتو پاکوي. دی وایي، ګومارل شوی کس یو ورځ وروسته د سیمې ټول کثافات راټولوي او په میاشت کې له هر کوره ۱۵۰ افغانۍ اخلي.

د کلای فتح الله یوې استوګنې فایقې هم راسره خبرې اترې درلودې. هغې وویل، د کابل ښاروالۍ سره د مرستې په‌پار ځايي خلکو د خپل چاپېریال پاکوالي او کثافاتو ټولولو ته یو کس ګومارلی دی. فایقه وايي، د کابل پاک ساتلو له‌پاره باید هر یو هېوادوال لاس په کار شي؛ له دې پرته ښاروالۍ نه شي کولی ټول ښار پاک وساتي.

نوموړې زیاته کړه، کومې پیسې چې کورونه یې دغه ګومارل شوي کس ته ورکوي زیاتې نه دي خو په دې چارې سره خلک هم متوجه کېږي چې خپل چاپېریال ته پام وکړي.

د هېوادوالو دغه کارکړنې او څرګندونې لامل شوې چې د ښاروالۍ ویاند جلیل سلطاني پسې دفتر ته ورشو. هغه د خلکو دغه کار یو ښه نوښت وګڼلو او ویې ویل د ښار پاکولو له‌پاره د هېوادوالو انګېزه د ستایلو ده. سلطاني وايي، په پلان کې لري چې په ښار کې د کثافت‌دانیو شمېر لا زیات کړي او ښاریان دې هم خځلې په دغو کثافت‌دانیو کې وغورځوي.

د سلطاني په خبره، د کابل ښاروالۍ یو پراګرم «راځئ له ځانه یې پيل کړو» تر سرلیک لاندې شروع کړی دی او موخه یې د چاپېریال په پاک ساتلو کې د هېوادوالو مسوولیت درک کول دي.

له سلطاني سره مو مرکه تمامه شوه. کله چې له ښاروالۍ راوتلم له ځانه سره مې وویل، څومره به ښه وي چې ټول هېوادوال د خپل چاپېریال پاک ساتلو له‌پاره لاس په کار شي. له ځانه یې پيل کړو ترڅو راتلونکي نسل ته یو پاک چاپېریال په میراث پېږدو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام