مشهور اسپانوي ټینس لوبغاړي رافایل نادال د فرانسې ټینس (ګرانډ سلم) سیالیو په پای لوبې کې اسټرایایي لوبغاړي ډومنیک ټایم ته سر په سر دوو سیټونو کې ماتې ورکړه او اتلولي یی وګټله.
د ورکړل شویو معلوماتو لهمخې، نادال په پای سیالۍ کې ۶ د ۴ ، ۶ د ۳ او ۶ د ۲ امتیازونو پر وړاندې درېواړه سیټونه وګټل او د ۱۱م ځل لهپاره یې د دې سترو (ګرانډ سلم) ټینس سیالیو اتلولي وګټله.
پهدې سره دغه راز اسپانوي رافایل نادال د ۱۷م ځل لهپاره د ګرانډ سلم سیالیو د اتلولۍ جام ترلاسه کړ او له تاریخجوړوونکي رافایل نادال څخه په ګرانډ سلم اتلولیو کې لا هم ۳ اتلولۍ شا ته دی.
سویسي راجرفیډر د ټینس تاریخ هغه یوازینی لوبغاړی دی چی تراوسه یې په اسټرالیا، انګلستان، امریکا او فرانسې کې ۲۰ ځلې د ټینس سیالیو (ګرانډ سلم) اتلولۍ ګټلې دي.
د اتلولۍ له ګټلو وروسته اتل رافایل نادال رسنیو سره په خپرو کې وویل، د ۱۱م ځل لهپاره د فرانسې ټینس اتلولي ګټل یو خوب و چې پوره شو؛ خو بیا هم په اتلولیو موړ نهدی.
نادال زیاته کړه ډومنیک اسانه ماته نه مني او دی ورخطا شو چې کله یې پښې درد پیدا کړ؛ خو بیا هم مهمه وه چې د اتلولۍ ګټلو لهپاره ښه ولوبېد.