د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ځوان او په ګوګلي ماسټر مشهور سپنر بالر راشد خان ارمان کومیلا لوبډله وروستۍ بریا ته ورسوله.
راشد خان ارمان په سیالۍ کې د کومیلا وېکټورینز لوبډلې په ګټه ۴ اورونو کې ۱۳ منډې ورکړې او ۳ لوبغاړي یې وسوځول، چې د لومړي ځل له پاره په روانو سیالیو کې د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.
دا لومړی ځل شو، چی له نبي عیسی خېل او شهزاد محمدي وروسته دریم افغان لوبغاړی راشد خان هم د لوبې غوره لوبغاړي جایزه ګټي.
راشد ارمان په روان ټورنامنټ کې ۸ سیالۍ کړي، چی په ټولټال ۱۳ وېکټو اخیستلو بریالی شوی.
نوموړی په څلورو سیالیو کې د دفاعي اتلې لوبډلې په ګټه ونه لوبول شو.
دا په روانو بي، پي، ایل۲۰ اوریزه کرکټ سیالیو کې د ۱۸ کلن لیګ برېکر بالر راشد خان ارمان غوره بالینګ هم وشمېرل شو.
راشد خان ارمان د بنګله دېش په روانو ۴ پړاو بي، پي، ایل سوداګریزو سیالیو کی د دویم ځل له پاره پښتون شاهد افریدی وسوځولو.
دغه راز د شهزاد محمدي په شتون کې د رانګپور رایډرز لوبډلې خلاف په نننۍ سیالۍ کې هېڅ سیال لوبغاړي څلوریزه او یا هم شپږیزه ترسره نه کړای شوه.
راشد خان په بنګله دېش کرکټ غوره لیګ سیالیو کې ټولټال ۳۲ اوره وکړل او سیالو لوبډلو ته یې ۱۹۴ منډې ورکړي دي.
د بنګله دېش په روانو بي، پي، ایل سوداګریزو کرکټ سیالیو کې محمد نبي عیسی خېل په ۱۸ وېکټو مخکښ بالر، خو شهزاد محمدي بیا په ۳۵۰ منډو دویم مخکښ بېټسمین شمېرل کېږي، چی لوبډلې یې دویم پړاو ته رسولي دي.
ورته وخت کې راشد خان ته د اول ځل له پاره د افغانستان د ۴ ورځنیو سیالیو په ۱۷ کسیزه کرکټ ملي لوبډله کې د لوبېدو وخت ورکړل شوی، چی ډېر ژر به په عربي اماراتو کې له کرکټ ملي لوبډلې سره یوځای شي.