د امريکا يو لوړ پوړی ډيپلوماټ راس وېلسن په افغانستان کې د امريکا د پخواني سفير جانبس پرځای خپل کار پيل کړ.
وېلسن پر خپله ټوېټرپاڼه ليکلي چې اوسني مهم تاريخي وخت کې په افغانستان کې خپل ماموريت پيلوي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان سولې لپاره هم هڅې روانې دي او د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پايلې هم نه دي اعلان شوي.
نوموړی څرګنده کړې چې امريکا به له افغانانو پوره او قوي ملاتړ کوي.
تر اوسه نه ده معلومه چې امريکا به کله خپل تازه سفير افغانستان ته پېژني.
جانبس په ۱۳۹۶ کال کې په افغانستان کې خپل ماموريت پيل کړی و چې شاوخو دوه اوونۍ وړاندې يې دنده پای ته ورسېده.