حکومت د ولسي جرګې مصوبې نه عملي کوي

د ولسي جرګې یو شمېر غړو ولسمشر اشرف غني په بې‌غورۍ تورنوي وايي، ښاغلي غني د کابینې ټول مسوولیت په دېکتاتوره توګه خپل لاس کې نیولی او وزیران یې بې‌واکه کړي دي.

د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي وايي، ولسمشر محمد اشرف غني د څو کلونو په تېرېدو د ولسي جرګې هېڅ مصوبه نه ده عملي کړې.

دی وايي، یو ځل بیا له ولسمشره غواړي د ولسي جرګې مصوبو ته په درناوي هغه عملي کړي.

د ولسي جرګې دوې غړې فوزیه کوفي او ناهید فرید د اوسني وضعیت اصلي لامل ولسمشر وبللو او وايي، چې اشرف غني باید د ځواب ورکولو له‌پاره ولسي جرګې ته را ووغوښتل شي.

خو د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي وايي، ولسمشر اشرف غني حاضر دی په ټولو برخوکې ولسي جرګې او خلکو سره همکاري وکړي.

مرتضوي وویل، غني له ملي شورا سره ۳۰ غوندې لرلې او په ټولو برخو کې حکومت همکاریو ته چمتو دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام