وسله والو طالبانو د میدان وردګو ولایت جلریز ولسوالۍ د فوټبال لوبډلې ۹ لوبغاړي تښتولي دي. خو له پېښې څو ساعته وروسته د تښتول شویو لوبغاړو په غبرګون د علي پور پر مشرۍ وسله والو کسانو د سیمې ۱۱ تنه پښتانه یرغمل کړي او نامعلوم ځای ته یې لېږدولي دي.
د میدان ورګو د والي ویاند عبدالرحمان منګل سلام وطندار ته وویل، چې وسله والو طالبانو پرون ورځ ناوخته له نورمحمد خان نومې سیمې دغه لوبغاړي تښتولي دي.
منګل وايي، د فوټبال دغه لوبغاړي له میدان ښاره جلریز ته روان وو، چې د لارې په اوږدو کې وتښتول شول.
دی وايي، د تښتول شویو لوبغاړو د خلاصون له پاره هڅې روانې دي.
د میدان وردګو ولایتي شورا غړی شریف الله هوتک پېښه تاییدوي او وايي، چې د تښتول شویو لوبغاړو په غبرګون د علي پور پر مشرۍ وسله والو کسانو د سیمې ۱۱ تنه پښتانه له ځانه سره وړي دي.
د هوتک پر خبره، علي پور خبرداری وکړی، چې یرغمل شوي به د ۹ تنو لوبغاړو تر راخلاصېدو ورخوشې نه کړي.
هڅه مو وکړه، چې په دې اړه له قوماندان علي پور سره اړیکه ونیسو، خو بریالي نه شو.
وسله والو طالبانو د تښتول شویو لوبغاړو په اړه څه نه دي ویلي.