.jpg)
د افغانستان کرکټ بورډ له خوا د روان ۲۰۱۶ کال ۴ م پړاو شل اوریزو (شپږیزې) جام سیالیو مهالوېش اعلان شو او دغه راز د لومړۍ ۱۷ کسیزې (مس عینک اتلان) او (امو نهنګان) لوبډلو نوملړ هم اعلان شو.
کرکټ بورډ د یوازینۍ (مس عینک اتلان) ۱۷ کسیزې لوبډلې نوملړ اعلان شو، چې نوروزمنګل کپتان، ګلبدین نایب، نورعلي ځدران، احسان الله جنت، رحمت شاه زرمتی، وحید الله شفق، ضیا الرحمان اکبر، دولت ځدراڼ، یوسف ځاځی، فضل ځاځی، عمران محمدي، ضیاالحق عیسی خېل، صدام منګل، رحمان ګربز، جاوېد ځدراڼ، مجیب ځدراڼ او فرید زرګر شامل دي.
دغه راز د میرویس اشرف په کپتانۍ کې له امو نهنګان لوبډلې سره جاوېد احمدي، عثمان غني، افسرځاځی، جمعه ګل، طاهرعادل، خېبرعمر، غمی ځدراڼ، حاجي مراد، شرف الدین اشرف، ناصرتوتاخېل، یامین احمدزی، شاپورځدراڼ، اسد متني، عبدالوسع، ضیا الحق او زاهد خان شامل دي.
.jpg)
د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د ورکړل شوي مهال وېش له مخې به د ۶ لوبډلو سپین غر مریان، امو نهنګان، مس عینک اتلان، بوست ساتونکي، بند امیر ښاماران او کابل بازان لوبډلو ترمنځ دغه سیالۍ به د دفاعي اتلې سپین غر او مرکزي بند امیر زون په لوبې سره پیل شي.
دغه راز د لومړۍ ورځې په دویمه لوبه کې به له ماسپښین وروسته امو زون د ملي کپتان اصغرستانکزي په کپتانۍ کې له کابل بازان لوبډلې سره د لوبې ډګر ته ووځي.
کرکټ بورډ وایي چې دا ځل به ۴ م پړاو (شپږیزه) جام په نوي بڼه وشي، چې ویل کېږي د هندوستان (ای پی ایل) سیالیو په بڼه به ترسره کېږي او ۴ مخکښې لوبډلې به په کې فاینل ته د رسېدلو چانس ولري.
د لیګ سیالیو وروسته به مخکښه لوبډله له دویم مقام لرونکې لوبډلې سره فاینل ته د رسېدو لومړۍ هڅه وکړي، چې ګټونکې لوبډله به (فاینل) ته او بایلونکې لوبډله به د درطیم او څلورم مقام لرونکیو لوبډلو ترمنځ د سیالۍ ګټونکې لوبډلې سره فاینل ته د رسېدو دویم چانس ولري.
.jpg)
له دې مخکې به د کرکټ بورډ په نوښت په (شپږیزه) ټورنمېنټ کې ۴ مخکښه لوبډلې (سیمي فاینل) پړاو ته رسیدې او ۲ ګټونکې لوبډلې به بیا د اتلولۍ له پاره (فاینل) کې لوبېدلې.
د ورکړل شوي مهال وېش له مخې به د روان کال شپږیزه د اګست میاشتې پر ۹ مه نېټه پیل او د همدې میاشتې پر ۱۹ مه نېټه به د اتلې لوبډلې په اعلان سره پای ته ورسېږي.
د کرکټ بورډ زیاتوي، د روان کال شپږیزه به هم د نورو پړاونو په څېر په افغانستان کې د (یک) ټلوېزیون په پرده په ژوندۍ بڼه خپره شي.
د افغانستان کرکټ بورډ د رسنیو څانګې مسوول فرید هوتک سلام وطندار سره په خبرو کې وویل ، په ۴ م پړاو شپږیزه کې د نورو ګډون کوونکیو لوبډلو په (نوملړ) کار کوي او ډېر ژر به په رسمي توګه اعلان شي.





