د ۱۳۹۸ مالي کال بودیجه ولسي جرګې ته وړاندې شوه

د مالیې وزارت چارواکي وایي، د ۱۳۹۸ مالي  کال له‌پاره ټول‌ټال ۳۹۹ میلیارده افغانۍ بودیجه په پام کې نیول شوې چې ۲۷۵ میلیارده یې عادي او ۱۲۴میلیارده یې هم پراختیایي ده.

د چارواکو وینا، په‌دې کې ۶۱ میلیارده اختیاري او ۶۳ میلیارده نوره غیراختیاري بودیجه ده.

د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو مرستیال عبدالله رقیبي نن دغه بودیجه ولسي جرګې ته ور وپېژندله.

رقیبي زیاتوي، د ۹۸ کال بودیجې کې امنیت، زېربناوو، پوهنې، ښې حکومتولۍ، کرنې او د کلیو پراختیا ته لومړیتوب ورکړل شوی چې په ترتیب ورته ۴۱، ۱۳، ۹ او ۸ سلنه بودیجه ځانګړې شوې ده.

د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معین عبدالله رقیبي زیاتوي، د راتلونکي مالي کال په بودیجې کې سترې پروژې؛ لکه د برېښنا لېږد، د کلیوالي سړکونو او دولتي ودانیو بیارغول، د دارالامان د ودانیو جوړول، د اسان‌خدمت پروژه، په کابل کې د ټرانسپورټ سېسټم پراختیا او سمون، د مالوماتي ټکنالوجۍ براختیا او د اوبو لګولو سېسټم رغول په پام کې نیول شوي دي.

عبدالله رقیبي وایي، حکومت هڅه کوي چې د اغیزمنې پانګونې او خصوصي سکتور پیاوړتیا له لارې کورني عواید زیات کړي.

د ۹۸ مالي کال په بودیجې کې د کورنیو عوایدو ۱۸۸ میلیارده زیاتوالی وړاندیز شوی چې د ملي بودیجې شاوخوا ۴۷ سلنه تمویلوي.

د مالیې وزارت چارواکي وایي، د ۱۳۹۸ مالي کال بودیجه یې له نړېوالو معیارونو سره سمه چمتو کړې چې احتمالي ګواښونه هم په‌کې په پام کې نیول شوي دي.

ولسي جرګې د ۱۳۹۷ مالي کال ملي بودیجه تصویب کړه

ولسي جرګې د امتیازاتو له‌پاره ملي بودیجه یرغمل کړې‌ده

روڼتیا څار بنسټ: وکیلان په ملي بودیجه کې شخصي ګټې لټوي

ولسي جرګې د ۱۳۹۵ز کال ملي مالي بودیجه تصویب کړه

د قانون له مخې، ولسي جرګې ته د بودیجې له ورپېژندلو وروسته، یاده بودیجه په اړوندو کمېسیونونو کې ارزول کېږي او بیا د ولسي جرګې عمومي غونډې ته د تصویب په موخه وړاندې کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام