د۱۳۹۴ لمریز مالي کال د بودیجې د قطعیې راپور، چې په وزارتونو او ادارو کې د بودیجې د لګښت د څرنګوالي او سرغړونو په اړه جوړیږي ولسي جرګې ته وړاندې شو.
د ولسي جرګې غړی اسدالله سعادتي وایي، چې د۱۳۹۴ کال له پاره د شاوخوا ۱۲۳ میلیارده، ۱۰ میلیونه، ۱۸۲ زره او ۱۶۵ افغانۍ بودیجې وړاندوینه شوې وه، او ترسره شوې بودیجه ۱۲۴میلیارده،۶۳۵ میلیونه، ۹۸۱ زره، ۸۴۳ افغانۍ وه .
د وزیرانو شورا د څارنې عالي ادارې د کلنۍ بودیجې د لګښت په اړه څارنه کړې او د دغې ادارې د موندنو رپوټ د دوشنبې په ورځ ولسي جرګې ته وړاندې شو.
د ولسي جرګې غړی اسدالله سعادتي وايي، چې د قطیعې سند له ۷۹ ورځو ځنډ وروسته، ولسې جرګې ته په واک کې ورکړل شوی او هر اړخیزه څیړنه هم نه دی شوی، خو بیا هم له دې سند ښکاري چې د بودیجې په لګښت کې سرغړونه او غبن شوی.
نوموړي زیاته کړه: "په هغه رپوټ کې چې د څارنې دعالي ادارې له خوا موږ ته رسیدلی، نږدې ۴۰ غټې او وړې قانوني سرغړونې په کې انعکاس شوي، چې موږ له هغې ډلې ۲۷ عمده او برجسته موارده کمیسونونو ته استولی دی ."
سعادتي زیاتوي، یو له هغو لاملونو چې بودیجه حیف او میل کیږي هغه پیسې دي چې مخکې له مخکې وزارتونو ته ورکول کیږي او شمېر یې ۱۳ میلیارد ،۷۰۶ میلیون ، ۷۹۰ زره ،۵۴۷ افغانیو ته رسیږي.
د سعادتي پر وینا، دا پیسې له ۱۳۸۱ م لمریز کال راهیسې نه ده تصفیه شوې.
د څار عالي ادارې د راپور له مخې، د ۱۳۹۴ کال بودیجې له تصویب وروسته په حج اوقاف، عدليې، پوهنې، سرحداتو وزارتونو او دغه راز د ولسمشرۍ ماڼۍ د ساتنې په ریاست کې شاوخوا ۱۷۷۰ بستونه زیات شوي، چې د بودیجې د اجرایې اصولنامې د دویم بند پر بنسټ، د مالي کال په لړ کې د تشکیلاتو زیاتیدل منع دي.
د وزیرانو شورا د څار ادارې د راپور له وړاندې کولو وروسته ټاکل شوې راتلونکي اوونۍ د یادې ادارې او د ولسي جرګې د یو شمیر غړو ترمنځ ګډه غونډه جوړه شي ترڅو په حقوقي توګه دغو درغلیو ته رسیدنه وشي.
له بل لوري په مشرانو جرګه کې بیا د ملي امنیت مشر محمد معصوم ستانکزي د کندوز ولایت د ناامنیو په اړه وویل، چې حکومت له دې امله له کندوز میشتو بخښنه غواړي او داعش ته يې د زیاتې توجه له امله کندوز ښار یوځل بیا ناامنه شو.
نوموړي زیاته کړه، چې ځينې هېوادونه د داعش له ویرې طالبانو ملاتړ کوي او دغه مسله په شمالي ولایتونو کې د وسله والو طالبانو د پياوړتیا لامل شوې.