د یو انځور سزا د څرخي پله زندان

داطلاعات او کلتور وزارت وایي،  د مشهور افغان انځورګر نجیب الله مسافر د دوسیې د څېړلو په موخه یې یو پلاوی ګمارلی دی.

د یاد وزارت سرپرست مصدق  خلیلي سلام وطندار ته ویلي، ګمارل شوي پلاوي ته د نده سپارل شوې، چې د مسافر د زنداني کیدو حکم څېړنه وکړي.

خلیلي وایي، نجیب الله مسافر داسې تېر وتنه نه ده کړې، چې نوموړی دې د څرخي پله زندان ته یوړل شي.

څه وخت وړاندې په کابل کې یوې محکمې نجیب الله مسافر په شپږ میاشتې بند محکوم کړ؛ د مسافر د محکومیت دلیل په ۱۳۸۵ لمریز کال کې د دپوځي رسم ګذشت  په درشل کې د یوې نجلۍ انځور اخیستنه ښودل کيږي.

انځور دغه  انځور بیا په یوه پروډکشن پلورلی و.

مسافر تېره اوونۍ  د چهار شنبې په ورځ د کب په ۶مه د ورکړل شوي بند د تېرېدو له پاره د څرخي پله زندان ته ېوړل شو.

په دې لانجمن انځور کې دوه جونو د باسکیټ بال توپ لوګو له ځانه سره لیږدوله .

 ورسته له هغې، چې مسافر د ۲ جینکيو انځور په یو پروډکشن وپلوره، د باسکیټ بال د لوګو پر ځای یې د اتصالاتو د مخابراتي شرکت لوګو پرې ځای پرځای کړه.

وروسته له ۷ کلونو د جینکيو کورنۍ شکایت کوي او په پایله کې یاده کیسه عدلي، قضایې ارګانونو ته ځي او نجیب الله مسافر ته د شپږ میاشتو سزا اورل کيږي.

رضا یمک د (چشم سوم) د انځوریز ژور نالیزم د مرکز مدیر سلام وطندارته ویلي، چې نوموړي دغه انځور په یو پروډکشن پلورلی ، هغه پروډکشن په دې انځور کې لاس وهنه کړې او د اتصالاتو په مخابراتي شرکت یې خرڅ کړی دی.

د یمک په وینا د دې انځور په بدلولو سره دغې جینۍ په ۱۳۸۸ کال کې  شکایت وکړ او مسافر د شکایت له کبله۲۰۰۰۰ افغانۍ جریمه پرېکړه.

یمک وایي،  هغه پروډکشن چې انځور یې بدله کړی دی باید تر پلټنو لاندې ونیول شي.

صدیق الله توحیدي د ازادو رسنیو د څار رییس هم د مسافر د محکمي پرېکړه ناعادلانه بللې.

 توحیدي سلام وطندار ته په خبرو کې وویل، باید پروډکشن د عدلي او قضایي ارګانونو تعقیب لاندې ونیول او زنداني شي.

دنوموړي زندانې کیدلو د ټولنیزو رسنیو ګڼ شمیر  کاره ونکوغبرګونونه را وپارول.

وتلی انځور ګر مسعود حسیني وایي، د نجیب الله مسافر بندي کول په هېواد کې د هنر د بې ارزښتۍ په معنا ده.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت باید د داسې محکومیت په وړاندې ودریږي.

یو بل افغان انځور ګر محسن حسیني، چې داسې حکمونه ناعادلانه بولي او د رسنیو دتخطی له کمیسون غوښتنه کوي، چې د یادې دوسیې بیا پلټنه دې وشي.

د مسافر په زنداني کیدو سره په هېواد کې د هنري فعالیتونو کاریګر اندېښنه په ډاګه کوي او زیاتوي، داجمل مسافر محکمه د خبریالانو او هنرمندانو پر وړاندې د سانسور د دورې پېل دی.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام