د ولسي جرګې د ټاکنو روڼتیا او د دې بهیر څارنه، په هېواد کې د مدني ټولنو او سیاسي بهیرونو تر ټولو ستره اندېښنه ده. سیاسي ګوندونو څه موده مخکې د ملي یووالي حکومت پرخلاف په ټاکنو کې د یوه بشپړ مېکانېزم او وسایلو نهموجودیت له کبله له ټاکنو کمېسیون سره پرېکون وکړ. ګوندونو «د ټاکنیزنظام بدلون، د بایومټریک کارونه او د ټاکنو له پروسې هراړخیزه څارنه» له کمېسیون سره د پرېکون پایته رسولو لهپاره خپل شرطونه کېښودل.
له ټاکنو کمېسیون سره د ګوندونو پرېکون لامل شو چې د رایورکوونکو نوملیکنه د دوی تر څارنې پرته وشي او په پای کې کمېسیون اعلان وکړ چې ۹،۵ میلیونو کسانو د ولسي جرګې په ټاکنو کې د ګډون لهپاره نوملیکنه کړې ده. که څه هم دا شمېر د دواړو لوریو ترمنځ د بحث موضوع وه، خو کمېسیون د یاد بهیر تر بیاچاڼ وروسته د رایورکوونکو شمېر ۸،۸ میلیونه اعلان کړ.
تر هغې وروسته چې کمېسیون په راتلونکو ټاکنو کې د بایومټریک په اړه خبر ورکړ، سیاسي ګوندونو او بهیرونو له کمېسیون سره خپل پرېکون پایته ورساوه، خو اوس د بایومټریک دستګاوو په اړه شکونه پیدا شوي او دا اندېښنې شته چې کېدای شي د ټاکنو پروسې بشپړ روڼوالی تضمین کړي.
بلخوا پر ټاکنو د څار بنسټونه باور لري چې د ټاکنو پروسې هراړخیزه څارنه کولی شي د یادې پروسې له روڼتیا سره همکاري وکړي. څرنګه چې مو مخکې یادونه وکړه، د ټاکنو له پروسې هراړخیزه څارنه، د سیاسي ګوندونو مهمه غوښتنه وه او پهدې اړه یې د کمېسیون له لوري جوړ شوی مېکانېزم نیمګړی باله.
ګوندونه او د څارنې څرنګوالی
د ټاکنو کمېسیون اعلان کړی چې د ولسي جرګې ټاکنې به د رایورکونې په ۵۱۰۰ مرکزونو کې چې ۲۱ زره محلونه کېږي، وشي. ټاکل شوې د ټاکنو کمېسیون راتلونکې اوونۍ د هغو څارونکو شمېر چې د هېواد په کچه به د ټاکنو له پروسې څارنه کوي، روښانه کړي.
داسې ښکاري چې سیاسي ګوندونه د دوی د یوې غوښتنې تر منلو وروسته د ټاکنو پروسې څار ته لېواله نهدي. د ۷۲ ګوندونو له ډلې چې عدليې وزارت سره ثبت دي، یوازې ۱۲ یې د ټاکنو پروسې څار لهپاره باورلیکونه اخیستي دي.
د سلاموطندار د مالوماتو له مخې چې د ټاکنو له خپلواک کمېسیون نه یې ترلاسه کړي، د افغانستان د خلکو یووالي اسلامي ګوند، د افغانستان د یووالي اسلامي ګوند، د افغانستان د ملي پیوند ګوند، د افغانستان د جمهوري غوښتونکو ګوند، د ملت د ويښتیا ګوند، د افغانستان د پراختیا ګوند، د افغانستان د خلکو برابرۍ ګوند، د افغانستان د ملي رفاه ګوند، د افغانستان د ملي محاذ اسلامي ګوند او د افغانستان د ملي انسجام ګوند تراوسه د ټاکنو له کمېسیونه باورلیکونه اخیستي او نور ګوندونو د راتلونکې اوونۍ تر دوشنبې ورځې پورې کولی شي خپل باورلیکونه واخلي. جمعیت اسلامي او حزب اسلامي ګوندونه چې په افغانستان کې ستر ګوندونه بلل کېږي، تراوسه یې د ټاکنو پروسې د څار باورلیکونه اخیستي نهدي او د ګلبدین حکمیتار په مشرۍ حزب اسلامي چې عدلیې وزارت سره ثبت نهدي، له ټاکنو کمېسیونه د باورلیک اخیستلو حق نهلري.
د جمعیت اسلامي ګوند غړی نوررحمان اخلاقي له سلاموطندار سره په خبرو کې وویل چې د ټاکنو څار ته د سیاسي ګوندونو لېوالتیا کمه ده. د نوموړي په وینا، ګوندونه د ټاکنو پروسې څار په اړه منظمه طرحه نهلري. اخلاقي زیاتوي، ولسي جرګې ته د ګوندونو نوماندان به په انفرادي توګه د ټاکنو پروسه وڅاري، خو ګوندونو هوکړه کړې چې په ګډه به د ټاکنو کمېسیون مرکزي سرور چې د بایومټریک له لارې پهکې د د رایورکوونکو مالومات ټولېږي، وڅاري.
خو د افغانستان د خلکو یووالي اسلامي ګوند غړی محمدناطقي وايي، ګوندونو ولایتونه په څو برخو وېشلي چې په ګډه د دې پروسې څارنه وکړي. د ناطقي په وینا، هر ګوند به په هغو سیمو کې د ټاکنو پروسه وڅاري چې ډېر پلویان پهکې لري. د ناطقي په وینا، «د ټاکنو کمېسیون ټنبل دی.» او په خپل وخت د خپلو کارونو په کولو توانېدلی نهدی.
خو د ټاکنو کمېسیون ویاند حفیظالله هاشمي سلاموطندار ته وویل، ټاکل شوې کمېسیون د راتلونکې یکشنبې په ورځ د ټاکنو پروسې د څار څرنګوالي په اړه له ګوندونو سره خبرې اترې وکړي. د هاشمي په وینا، د ټاکنو کمېسیون به د قانون په رڼا کې د ګوندونو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي.
په همدې حال کې د فیفا اجرایوي رییس یوسف رشید وايي چې ګوندونه په لرې پرتو سیمو کې د ټاکنو پروسې څار ته لېوالتیا نهلري او تر دېره یې مرکز ته سترګې پټې کړي دي.
د هراړخیزې څارنې په اړه اندېښنې
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د حقوقو برخې رییس جعفرعلي نوري وايي، زموږ اندېښنه دا ده چې څارونکي به د ټاکنو په ورځ د څار لهپاره خپل ځانګړي محل ته حاضر نهشي.
د نوموړي په وینا، د تېرو ټاکنو تجربې ښيي چې یوشمېر څارونکي ټاکنیزو محلونو ته نهّځي، خو د محل تخطیو په اړه راپور ورکوي. نوري له ټولو بنسټونو غواړي چې د ټاکنو له پروسې ښه څارنه وکړي.
خو د فیفا اجرایوي رییس یوسف رشید اندېښنه لري چې په محلونو کې د څارونکو تنظیم په اړه هېڅ تګلاره نهشته او دا به د ټاکنو په ورځ په محلونو کې د څارونکو د ګډوډۍ لامل شي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د ولسي جرګې ټاکنو لهپاره یې بشپړ چمتووالی نیولی او اعلانوي چې د تلې میاشتې په ۲۸مه وشي. دغه راز ولایتونو ته د بایومټریک دستګاوو لېږد هم دوام لري.
بلخوا د کورنیوچارو وزارت اعلان کړی چې د هېواد ټول امنیتي ځواکونه د ټاکنو پروسې امنیت ټینګښت لهپاره تیارسۍ ولاړ دي.