د ګرمۍ خبرداری؛ ۱۱۰ ماشومان د مرګ په حالت کې دي

د هرات روغتيايي مسوولان وايي چې د یوې اوونۍ په اوږدو کې د ګرمۍ له امله ۵۰۰ ماشومان د (نس‌ناستې او زړه‌بدوالي) په ناروغۍ اخته شوي چې له دې جملې یې ۲ تنو خپل ژوند هم بایللی دی.

د هرات حوزوي روغتون ویاند محمدرفیق شېرزي سلام‌وطندار ته وویل چې له‌ دې شمېر ماشومانو نه د ۱۱۰ هغو روغتیايي وضعیت ښه نه‌دی.

ښاغلی شېرزی له کورنیو غواړي چې له موسمي ناروغیو نه د ماشومانو د خلاصون په پار نظافت مراعت کړي او د لېریو سفرونو مخنیوی وکړي.

د هرات د ماشومانو روغتون مسوول میرویس عابدي د هوا تودوالی او د برېښنا قطع‌کېدل د موسمي ناروغیو په ځانګړي ډول د ماشومانو د نس‌ناستې او زړه‌بدوالي ناروغۍ دلایل بولي او له کورنیو غواړي چې د کورونو د حرارت درجه د ۲۴ نه تر ۲۶ سانتي‌ګراد پورې وساتي.

د هرات د ماشومانو روغتون د مسوول په خبره، په‌دې ولایت کې د موسمي ناروغیو د زیاتوالي ترڅنګ د خوارځواکو ماشومانو سلنه هم ډېره شوې‌ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام