د کډوالو چارو وزارت د کډوالو زیاتوالي او د بودیجې کمښت په اړه اندېښمن دي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له خوا نن (شنبه) ورځ په کابل کې د دغه وزارت او په ولایتونو کې د دغه وزارت د ریاستونو ترمنځ  د نظرونو تبادلې درې ورځنی ورکشاپ جوړ شو، چې موخه يي د چارواکو په وینا د راستنېدونکو او بې ځایه شویو کډوالو په برخه کې د انساني ناورین مخنیوی دی.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي وویل، په هېواد کې د جګړې د زیاتېدو سره جوخت په کور دننه د بې ځایه شویو کډوالو شمېر هم زیات شوی دی.

د بلخي پر وینا، په کور دننه د بې ځایه شویو کورنیو د شمېر زیاتوالي له یوې خوا او له بهرنیو هېوادونو د کډوالو راستنېدو له بل لوري د دغه وزارت خزانه خالي کړي دي.

سید حسین عالمي بلخي وايي، چې له دې ټولو سره سره د مالیې وزارت د پیسو په برخه کې خپله ژمنه کړې ده.

د کډوالو وزارت د چارواکو پروینا، د روان ۲۰۱۶ میلادي کال له پیله تراوسه ۴۰۰ زره کسان له پاکستانه هېواد ته راستانه شوي او ښايي دغه شمېر د روان کال ترپایه ۷۰۰ زره کسانو ته ورسیږي.

په همدې حال کې په افغانستان کې د کډوالو او راستنېدونکو په چارو کې د ملګرو ملتونو د سترې کمېشنرۍ ویاند نادر فرهاد وايي، اوسمهال په افغانستان کې ۱.۲ میلیونه بې ځایه شوي کسان موجودي، چې دغه شمېر  کسانو ته د افغان  دولت رسېدنه خورا ستونزمن کار دی.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت چارواکي وايي، په پاکستان کې د کډوالو وضعیت ښه کېدول او د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه تمه کېږي، چې په روانې میاشت کې د افغانستان پاکستان او یو "ان، اچ، سي، ار" ترمنځ درې اړخیزه غونډه جوړه شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام