په خوست کې پراته یو شمیر کوچي مشرانو پر دولت او مرستندويه سازمانانو غږ وکړ، چې د دوی زده کوونکیو ته يې د نورو ښوونځيو د زده کوونکو په شان امکانات نه دي برابر شوي.
اوس په خوست کې کابو ۵ زره کوچي زده کوونکي په داسې لسو ښوونځيو کې زده کړې کوي، چې ۸ یې ودانۍ نه لري او زده کوونکي تر شنه اسمان لاندې سره لمر ته درسونه وايي.
د کوچیانو قومي مشران وايي، چې کوچي زده کوونکي د زده کړو پر مهال د سرپنا ځایونه نه لري، ځکه خو په اوړي کې سرې ګرمۍ او په ژمې کې یخې هوا ته ناست وي.
د کوچیانو قومي مشر رمضان کوچي سلام وطندار ته وویل، چې کوچي ماشومان د لومړۍ دورې ښوونځي د کتابونو تر څنګ لومړی، دویم او درېیم ټولګي نه لري. د ده په خبره په دې اړه یې له پوهنې ریاست سره خبرې کړي دي.
په عمومي ډول د کوچيانو د نوم په اخيستلو سره، د وزو او مېږو رمې، اوښان، د غره په لمن کې ولاړې کېږدۍ او يا پر سړکونو د هغوی له کډو نه د بار شويو اوښانو د کاروان د تېرېدو انځورونه د سړي ذهن ته راځي.
خو قومي مشر رمضان کوچي وایي، چې اوس زياتره کوچيان د زده کړو په ارزښت پوه شوي او هيله لري، چې ماشومان يې په راتلونکې کې پر زده کړو سمبال او د هېواد د خدمت جوګه وګرځي.
د رمضان په خبره، کوچیان د دنيا په سر له يوه شي سره دومره علاقه نه لري، لکه څومره يې چې له علم سره لري، علت يې هم دا دی، چې نور خلک زده کړې کوي، کوچي ماشومان هم دا ارمان لري، چې زده کړې وکړو.
په افغانستان کې کوچيان د نورو ټولنو په پرتله تر ډېره بريده له پامه غورځول شوی قوم بلل کېږي.
د کوچیانو یو مشر لال محمد له دولته غواړي، چې د ښوونې اوروزنې چارواکي دې د هېواد ټولو وګړیو ته په یوه سترګه وګوري.
د لال محمد په خبره، کوچیانو ته د پام وړ کار نه دی شوی، چې همدې دلیل هغوی له خلکو لېرې کړي دي، چې ډېر خلک ورته د لېونیانو او ناپوهو خلکو ګومان کوي.
د لال محمد په باور، که چېرې کوچیانو ته ښوونځي او د زده کړو زمینه برابره شي؛ د افغانستان په جوړولو کې فعاله ونډه اخیستلی شي.
د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال مطيع الله فضلي زیاتوي، چې د ۱۳۹۴ لمریز کال لپاره پرمختيايي بودیجه نه لري، خو که له عادي بودیجې یو څه بودیجه زیاته شي؛ نو امکان دې ولري، چې پر رغنیزو کارونه یې ولګوي.
د ده په باور له پوهنې وزارت او مختلفو موسسو نه يې په ځلونو د ودانيو او خېمو غوښتنه کړې، خو تر اوسه کوم مثبت ځواب نه دی ورکړل شوی.
د شمېرو له مخې په خوست کې تر ۳۰ زره زياتې کوچي کورنۍ حساب شوې دي.
د کوچيانو چارو د مسوولينو په وينا، زياتره کورنۍ په دايمي توګه د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې مېشتې دي.