راپورونه وايي، چې د افغانستان ختيځ ولایت کونړ په سرحدي سيمه کې د سرحدي ځواکونو او پاکستاني ملېشو تر منځ نښته شوې.
سرچينې وايي چې دغه نښته د يو پاکستاڼي سرتيري د مړي په سر رامنځته شوې ده .
د سلام وطندار همکار او ځايي خبريال سفر ساپي سلام وطندار ته وویل، چې جګړه نن دوشنبه ۳ بجې پېل شوې، چې لا هم روانه ده.
د کونړ د ولایتي شورا وکیل ملک شیرزمین د پېښې له ځایه سلام وطنداره د تلیفون په لیکه وویل، چې کابو ۳ بجې پاکستاني ملیشو د افغان سرحدي پولیسو پر ۲ پوستو بریدونه پیل کړل، چې په ځواب کې یې سرحدي پولیسو هم په ځوابي ډزو لاس پورې کړ.
دجګړې په تودېدو سره ولسي وګړو هم د سرحدي پولیسو په ملاتړ ځانونه د پېښې ځای ته رسولي او د پاکستاني ملیشو په خلاف په جګړه بوخت دي.
ملک شیرزمين زیاته کړه، جګړه هغه مهال رامنځته شوه چې په سيمه کې د پاکستاني پوځیانو د یو سرتېري مړی وموندل شو.
د سرچينې په وینا پاکستاني لوري ددې مړي پړه پر افغان سرحدي پولیسو اچولې او دغچ اخیستنې له پاره یې ډزې پیل کړي دي.
د کونړه دامنیه قوماندانۍ یو چارواکي چې غوښتل یې نوم یې یاد نه شي سلام وطندار ته وویل، د پاکستاني سرتېري د مړي له موندنې وروسته پاکستاني لوري د سرحدي پولیسو په پوستو ډزې پیل کړې چې د نښته رامنځته شوه.
د پېښې له ځایه سرچينې دا هم وايي چې دپاکستاني لوري د راکټ مرميو د لګېدنې له امله د دوکلام سیمې سره نږدې بازار کې اور لګېدلی دی.
ملک شیرزمان دا هم وویل چې تر اوسه په دې جګړه کې د سرحدي پولیسو یو سرتېری هم شهید شوی دی.
د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ د دوکلام سیمې یو قومي مشر چې اوس مهال دجګړې په سیمه کې دی، سلام وطندار ته وویل، چې دخپلو ځواکونو د ملاتړ له پاره راوتلي او اوږده په اوږده به د پاکستاني ملیشو په خلاف وجنګيږي
د ویلو ده، چې له دې وړاندې د ننګرهار ولایت کامې ولسوالۍ په ګوشتې سيمه کې هم یو وار د افغان سرحدي ځواکونو او پاکستاني پوځيانو ترمنځ نښته شوې وه، چې په کې د قاسم خان په نامه یو افغان سرتېری هم ووژل شو، چې خلکو د ملي قهرمان او د (وطن شهید) په نوم یاد کړ.