د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې یې د کورونا ۳۷۷ شکمنې پېښې کتلي چې له ډلې یې په ۸ ولایتونو کې د ۱۱۲ هغو پایلې مثبتې ختلې دي.
د دغه وزارت په وینا، په یاده موده کې پر کورونا ۱۶۸ ناروغان بېرته ښه شوي او ۴ نور مړه شوي دي.
د تازه شمېرو په ثبت سره په هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر ۳۵ زره ۷۲۷ ته رسېدلی دی.
د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، تر اوسه ټولټال ۲۳ زره او ۹۰۷ کسان چې پر کورونا ویروس اخته وو، بېرته روغ شوي او ۱۱۹۰ نور مړه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه په نړۍ کې له ۱۵ میلیونه او ۹۹ زرو نه ډېر کسان پر کورونا اخته شوي چې له ډلې یې له ۶۱۹ زرو نه ډېرو هغو خپل ژوند بایللی او له ۹ میلیونه او ۱۱۶ زرو نه ډېر یې بېرته روغ شوي دي.