د کورنيو چارو وزیر: پر وسله والو زړه مه سوځوﺉ

د کورنيو چارو وزیر نورالحق علومي افغان امنيتي ځواکونو ته امر وکړ، چې له دې وروسته په وسله والو مخالفينو او ترهګرو باندې د جنګ په مېدان کې هيڅ رحم ونه کړي.

علومي د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۵ زېږدیز/ مې۶) د ځانګړو ځواکونو د فراغت په مراسمو کې سپارښتنه وکړه، چې امنیتي ځواکونه دې د وسله والو مخالفینو پر وړاندې له نرم چلند ځېنې لاس په سر شي.

نوموړي د افغان امنيتي ځواکونو د پیاوړتيا ستاينه وکړه او زياته يې کړه، چې د تېرو کلونو په پرتله افغان ځواکونه د ترهګرو سره په جګړه او د مخدره توکو په مخنيوي کې پياوړي شوي.

علومي دا هم وویل، افغان ځواکونه اوس دا توان لري، چې د ترهګرو پلان مخکې له بريده شنډ کړي.

د کورنيو چارو وزیر زياته کړه، د دولت مخالف وسله وال په پلان کې لري، چې سږکال د هېواد ځينې سيمو څخه د ځانونو له پاره سنګر جوړکړي.

همدارنګه نورالحق علومي د عامو وګړو څخه غوښتنه وکړه، چې د افغان امنيتي ځواکونو ملاتړ وکړي.

باید وویل، شي د تېرو ۱۳ کلونو راهیسې د افغان حکومت له لوري د مخالفو وسله والو د وژلو له پاره دا لومړی دستور دی دی، چې د امنيتي لوړ پوړي چارواکي  له لوري ورکول کيږي.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال امنيتي ځواکونو ته داسې دستور نه وو ورکړل شوی، بلکې ځينې ځانمرګي بريدګر د لوړ پوړو مقاماتو له لوري بېرته ازادېدل.

ولسمشر کرزي یو ۱۶ کلن ځانمرګی بریدګر د رسنيو په مخ کې ازاد کړ، چې بیا د پلازمينې کابل ولایت په استقلال لیسې کې د دویم ځل له پاره په ځانمرګي برید بريالي شو او زیات شمېر هنرمندان او عام افغانان يې ووژل.

د کورنيو چارو اوسني وزیر زياته کړه، چې د افغان امنيتي ځواکونو د پياوړتيا له پاره افغان حکومت پر نويو اقداماتو لاس پوری کړی.

 

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام