د کندوز امنیه قوماندانۍ د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې د جنرال محمد قسیم جنګل باغ له خوا نه د ټولو پولیسو په استازولۍ د کندوز د وروستيو ناامنیو په اړه د دې ولایت له خلکو نه بښنه غوښتې ده.
خبرپاڼې د جنګل باغ له قوله لیکلي، چې د کندوز په وروستي برید کې ډېر ملکي وګړي په جګړه کې بند پاتې وو، زیات شمېر بې ګناه وګړي ووژل شول او ځېنې یې ټپيان شول.
د کندوز امنیه قوماندان منلې ده، چې په خپله یې د ټولو امکاناتو سره هڅه کړې ده، چې وسله والو ته اجازه ورنه کړي، چې کندوز ښار ته ننوځي؛ خو ونه توانېد چې د دې پېښې مخه ونیسي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د کندوز امنیه قوماندانۍ مسوولیت لري، چې د هر کندوزي ژوند تامین کړي او له هر وګړي نه دفاع وکړي.
د کندوز ښار ځېنې سیمې له یوه کال وروسته یو ځل بیا د وسله والو طالبانو له لوري سقوط شوې، چې په پایله کې یې ځېنې اوسېدونکي ووژل شول، ځېنې ټپیان شول او ځېنې، تخار، بلخ او کابل ته وکوچېدل.
په ورته وخت کې د کندوز د پولیسو د درېیمې امنیتي حوزې مرستیال په یوه چاودنه کې ووژل شو.
د کندوز ولایت د پولیسو د درېیمې امنیتي حوزې امر قرید امیري وویل، دا چاودنه تېره شپه ۹ بجې په داسې حال کې شوې ده، چې د دې حوزې مرستیال جمیل پرواني په رنجر موټر کې حوزې ته راتللو او چاودنه پرې وشوه.
د امیري په خبره، په دې چاودنه کې د یو بلوک قوماندان نادرکه شوی هم دی.
درېیمه امنیتي حوزه د کندوز ښار په شمال لویدیځه برخه کې موقعیت لري، چې دوه ورځې مخکې له طالبانو بېرته نیول شوې وه.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی.