د کندوزـ تخار پر لویې لارې له څو میاشتنیو ناامنیو او نښتو وروسته نن سهار شاوخوا ۳ بجې افغان ځواکونو په ملرغي، ادمخان دوکان، خواجهبسته او چهارسري مکتب سیمو کې خپلې پوستې خوشې کړي او د کندوز خاناباد ولسوالي ته تللي دي.
د کندوز د ولایتي شورا غړي وايي، افغان ځواکونه چې له تېرو لسو ورځو راهیسې د کندوزـ تخار پر لویې لارې د طالبانو له کلابندۍ سره مخ وو.
د کندوز د ولایتي شورا غړيو امرالدین ولي او غلامرباني رباني سلاموطندار ته ویلي، افغان ځواکونه د پوځي مرستې نه ور رسېدو له کبله اړ شوي چې خپلې څلور پوستې خوشې او خاناباد ولسوالي ته ولاړ شي.
د دوی په وینا، په کندوز کې امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ دی او که د کابو کولو لپاره یې ژرترژره اقدام و نه شي، وېره شته چې طالبان یو ځل بیا دغه ولایت و نه نیسي.
د کندوز د ولایتي شورا دغه غړي وايي، د امنیتي ځواکونو پر پوستو له تېرو څو ورځې راهیسې بریدونه پیل شوي وو او له کبله یې دواړو خواوو ته مرګژوبله اوښتې ده.
موږ وغوښتل چې د ۲۱۷ پامیر قولاردو مسوولانو نظر هم ترلاسه کړو، خو له پرلهپسې اړیکو سره سره بریالي نه شوو.
خو د کندوز د والي ویاند عصمتالله مرادي وايي، افغان ځواکونو د دې لپاره چې خلکو ته زیان ونه رسېږي، له خپلو پوستو تکتیکي شاتګ کړی دی.
د هغه په وینا، د ۲۱۷ پامیر قولاردو د یادې لویې لارې د پاکولو لپاره عملیات کوي، څو یې په بشپړ ډول له وسلهوالو پاکه کړي.
افغان ځواکونه داسې مهال د کندوزـ تخار پر لویې لارې خپلې پوستې پرېږدي چې د ملي دفاع وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې پر یادې لویې لارې د عملیاتو پر مهال د ۳۸ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړ.