د کندهار «سیلو» له ۳۶ کالو راهیسي فلج ده

د سیلوفابریکې مسوولان وايي، د سیلو دې فابریکې د غنمو د پاکولو، اوړه کولو او مینځلو تر څنګ د غنمو د ساتلو له‌پاره ۴۰ کندوګان درلودل چې هر کندو يې د ۵۰۰ ټنو غنمو ظرفیت لرلو .

د دې فابریکې رييس قطب الدین رفیق له سلام وطندار سره د خبرو پرمهال وویل، د سیلو یادې فابریکې په ۲۴ ساعتونو کې ۱۲۰ ټنه غنم اوړه کول چې د همدې غنمو اوړه به د دولت ټولو نظامي او ملکي ادارو مامورینو ته د ارزاقو او یا هم د نورو تصديو او نانوايانو له‌خوا په ډېره ارزانه بیه عرضه کېدل.

د ده په خبره، د خپل‌منځیو جګړو پرمهال پرته له هغو وسایلو چې نه وړل کېدل نور ټول ټول وسایل چور شول.  

 ښاغلی رفیق وايي، د دې فاریکې د فعالیت پر مهال ۳۰۰ تنه په بېلابېلو څانګو کې دوه په کار بوخت وو چې اوس ۱۰ تنه پرسونل لري.

د کندهار د سیلو رییس زیاته کړه چې دوه کاله وړاندې د جهاني بانګ له‌خوا د سیلو فاریکې د ترمیماتي چارو د سروې کارونه بشپړه شوي؛ خو معلومه نه‌ده چې څه وخت به يې د ترمیماتې چارو عملي کار پیل شي.

د کندهارد اقتصاد ريیس ګل‌محمد ارین په اقتصادي برخه کې د سیلو فعالیت د کروندګرو پر اقتصادي حالت باندې خورا مثبت ګڼي او وايي چې له یوې خوا د بې‌کارو خلکو له‌پاره د کار زمینه برابروي او له‌ بلې‌خوا د کروندګرو د حاصلاتو له‌پاره مناسیب بازار بلل کي. د ده په خبره، د دې تر څنګ په دولتي چوکاټ کې د نظامې او ملکې مامورانو له‌پاره ښه فرصت بولي چې له دې لارې لږ لګښت باندي غنم اوړه او یا هم ډوډۍ ترلاسه کولی شي.

ښاغلي ارین دا هم وویل چې د دومره لویې اقتصادي سرچینې د فعالیت په اړه يې هلې ـ ځلې شروع کړې‌دي چې بهرني او کورني مرستندویان ورته پیداکړي او په‌دې ډول دا مهمه اقتصادي منبع ورغول شي.

د ده په وینا، د یادې سیلو جوړېدل به نه یوازې د کروندګرو ژوند ښه کړي او حلال کښت ته به يې وهڅوي ترڅنګ به یې ډېر ځوانان له جګړو راوګرځي.

په ورته وخت کې د کندهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي دوه تنه استادان هم د سیلوګانو فعالیت د هېواد په کچه د کرهنیزو محصولاتو ستراتیژیکه ذخیره بولي چې په اقتصادي بازارونو کې د حاصلاتو د عرضه کولو او تقاضا پرمهال تعادل رامنځته‌ کوي او له اوسني حالته د دولت مصارفو کچه راکموي .

د يادونې ده چې په افغانستان کې د ۱۹۵۵ کالونو په اوږدو کې په کابل، کندهار، مزار، پلخمري او هرات ولایتونو کې د غنمو د ساتلو په موخه سیلوګانې فعاله شوې چې له یوي خوا دولت خپل عواید تر لاسه او له بلې‌خواد کروندګرو د حاصلاتو له‌پاره مناسب بازار پیدا شي.

عام کندهاریان او کروندګر یو ځل بیا په‌دې ولایت کې د سیلو فابریکې د فعالېدلو غوښتنه کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام