د کم عمره ودونو د مخنیوي عملیاتي پروګرام پیل

د کم عمره ماشومانو ودولو مخنیوي په موخه ملګرو ملتونو، د ښځو چارو وزارت، د اطلاعاتو او کلتور وزارت او یو شمېر ملي او نړیوالو بنسټونو د دې ښکارندې له منځه وړلو په پار عملیاتي پروګرام ترتیب کړی دی.

د هېواد لومړۍ مېرمن بي بي ګل غني په دې اړه کابل کې جوړې شوې غونډې ته وویل، د ملي یووالي حکومت له وخت وړاندې د ماشومانو ودولو مخنیوي په برخه کې کلک هوډ لري.

بي بي ګل غني وايي، د ماشومانو ودول د افغاني ټولنې له پاره خطرناک دی او باید له دې ښکارندې سره جدي مبارزه وشي.

لومړۍ مېرمنې وویل، افغانستان یوه سوکاله او هوسا ټولنه غواړي.

غونډې ته د کاناډا سفیر کینت نیفلند وویل، بېوزلي او غربت د ماشومانو ودولو اصلي لامل دی او هېواد یې ژمن دی، چې له افغانستان سره یو ځای د دې ښکارندې د مخنیوي په برخه کې مرستې وکړي.

په ۲۰۱۶ کال کې د نړۍ نفوسو وضیعت په اړه د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق له لوري خپور شوی راپور وايي، د پراختیا په حال کې هېوادونه چې افغانستان هم په کې شامل دی هره ورځ یو له درې کسانو له ۱۸ کلونو په کم عمر کې ودېږي.

دغه پروګرام د ملګرو ملتونو ټولنې صندوق او کاناډا په مالي ملاتړ کابل کې پرانیستل شوی دی.

د ماشومانو ودونه په ټولنه کې ناوړه ټولنیزې او روغتیايي پایلې لري، چې د زېږون له ستونزې نیولې د میندو او ماشومانو مړینې لوړه کچه په کې شامل دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام