د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي ویکټ کیپربیټسمین پاچا حسېن خپل ولایت کونړ ته د کرکټ د یوې بلې اتلولۍ وروسته اخر هم د ۲۶ کلونو وروسته له هرقسم کرکټ سره مخه ښه وکړه.
پاچا حسېن نږدې ۲۶ کاله د افغانستان په کرکټ کې ولوبېد، خو د یوه ویکټ کیپر بیټسمین په توګه یې یواځې د ګوتو په شمار نړیوالو سیالیو کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې استازیتوب وکړ.
پاچا حسېن د کونړ کرکټ نه هیریدونکي ستوری شمیرل کیږي چې نه یواځې په لوبیز ډګر کې ترڅنګ یې ددې ولایت د لوبغاړو د روزلو ترڅنګ په بیلا بیلو کورنیو کرکټ سیالیو کې د هیواد د لوبغاړو روزنه ترسره کړې ده.
د پاچا حسېن په کپتانۍ کونړ لوبډلې د هیواد په کچه دویمه اتلولي وګټله چې د کونړ اتلانو لوبډلې په ننګرهار کې پیل شویو د (ننګرهار چمپینزټورنامنټ) اتلولۍ کوربه لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره ترلاسه کړه.
پاچا حسېن، چې سلام وطندار ته وویل، چې په ۱۹۹۰ م ز کال کی یې د پیښور ۱۶ کلنې او ۱۹ کلنې منتخبو لوبډلو له پاره لوبیدو ته غوره شو.
په ۱۹۹۹ م ز کال کې د لومړي ویکټ ساتوونکي په توګه له افغان کرکټ ملي لوبډلې سره یوځای شوم، خو بیا د څه وخت له پاره له کرکټ ملي لوبډلې څخه لرې پاتې شو.
د ویکټ ساتوونکي په وینا، په ۲۰۰۳ م ز کال کې بیا د افغانستان په کرکټ ملي لوبډله کې واخیستل شوم، چې په ۲۰۰۴ م زکال ټاکنیزو سیالیو کې مې په ۸ سیالیو کې ۷ نیمه سلیزې جوړې کړې، خو له ملي لوبډلې څخه د نامعلوم دلیل له کبله کینول شو په داسې حال کې چې په لوبډله کې ۱۱ بالران اخیستل شوي وو.
پاچا حسین زیاته کړه، چې په ۲۰۰۶ م ز کال کې بیا د افغانستان له پاره لوبیدو ته غوره شوم، چې په لومړۍ لوبه کې ۴۹ ، په دویمه کې ۲۵ او په درېیمه لوبه کې یې ۶ منډې جوړې کړي.
نوموړي زیاته کړه، له دې وروسته بیا له لوبډلې کینول شوم، خو په ولایتي کرکټ سیالیو کې یې لوبیدو ته ادامه ورکړه او ان تر دې، چې په زونونو سیالیو کې یې له ټولو لوبغاړو ښې لوبې نندارې ته وړاندې کړی.
پخواني ملي کرکټر وویل، چی په ۲۰۰۹ م ز کال کې هم د افغانستان له پاره لوبیدو ته غوره شوم، خو په ۸ سیالیو کې یې یواځې د سعودي عربستان هم لوبه وکړه، چې په بیټینک کې موقع ورنغله، خو په فیلډینګ یې ۲ کیچونه ترلاسه کړل او بیا له لوبډلې کینول شوم.
پاچا حسېن زیاته کړه په ۲۰۱۰ م ز کال کې د سریلانکا تمریناتي کمپ له پاره غوره شوم او دا چې هلته ښه ونه ځلیدم، نو له ملي لوبډلې پاتې شوم او له هغې وروسته ورته د زیات عمرله کبله په ملي لوبډله کې د لوبېدو چانس نه دی ورکړل شوی.
حسېن وویل، چې اوسمهال د لومړۍ او دویمې درجې روزنې اسناد لري، خو تراوسه ترې د افغانستان کرکټ بورډ د ملي لوبډلو د روزنې په موخه هیڅ ګټه نه ده اخیستې.
پاچا حسېن د ۸ کلونو له پاره په هیواد کې دننه او پاکستان کې د کونړ کرکټ لوبډلې کپتاني کړې ده او بیلا بیلې اتلولۍ یې ګټلي دي.
هغه زیاته کړه، چې اوسمهال یې کورنۍ په پاکستان کې ژوند کوي او کرکټ بورډ ورته شرط ایښې که غواړي، چې په افغان کرکټ بورډ کې د روزنکي په توګه کار وکړي باید خپل کور افغانستان ته راوړي چې تراوسه یې په دې اړه پریکړه نه ده کړې.