د کرکټ اسیایي شورا له خوا افغانستان ته ستر زیری ورکړل شو

د کرکټ اسیایي شورا اعلان وکړ چې په ایشیا کپ کرکټ سیالیو کې به له دې وروسته ۶ لوبډلې برخه ولري، او دغه جام به په دوه بڼو شل اوریزه او پخوانیو پنځوس اوریزه بڼو ترسره کيږي.

ددې شورا اجرایوي مشر سید اشرف الحق د اسټرالیا کرکټ ویبپاڼې سره په ځانګړې مرکه کې ویلي دي چې دافغانستان په ګډون د اسیا وچې ۲ دویمه لوبډلې د ټاکنیز پړاو لوبولو وروسته راتلونکو (ایشیاکپ) سیالیو کې لوبیدلې شي.

داشرف الحق په وینا چې دکرکټ اسیایي شورا پریکړه کړې ده چې د ایشیا کپ کرکټ سیالۍ به له دې وروسته هم هر دوه کاله وروسته ترسره کېږي، چې په کې دافغانستان په څیر کرکټ ملي لوبډلې هم د لوبیدو بهترینه چانس لري.

د دې شورا د نوي پلان له مخې به د راتلونکو کلونو (ایشیا کپ) کرکټ سیالۍ د شل اوریزه نړیوال جام سیالیو وړاندې په (شل اوریزه) بڼه او له پنځوس اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو څخه به د پخوا په څیر په (پنځوس اوریزه) بڼه ترسره کېږي.

دیادونې وړ ده چې افغانستان د خپل کرکټ په تاریخ کې تیرکال د بنګله دیش په کوربتوب دلومړي ځل لپاره د پاکستان ، هندوستان ، سریلانکا او بنګله دیش ترڅنګ په (ایشیا کپ) سیالیو کې ولوبیده او په لومړي ګډون یې د سیالیو کوربه لوبډله بنګله دیش له ماتې سره مخ کړه.

د کرکټ اسیایي شورا د اجرایوي مشرپه وینا چې په راتلونکې ۲۰۱۶ کال کې به ایشیا کپ سیالۍ په شل اوریزه بڼه ، په ۲۰۱۸ کال کې په پنځوس اوریزه بڼه ، په ۲۰۲۰ کال کې بیرته په شل اوریزه بڼه او په ۲۰۲۲ کال کې به د پخوا په څیر د ۲۰۲۳ کال پنځوس اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو وړاندې په پنځوس اوریزه بڼه په یوه اسیایي هیواد کې ترسره شي.

د کرکټ اسیایي شورا چارواکو زیاته کړې ده چې د سیالیو بدلول شل اوریزه او پنځوس اوریزو بڼو موخه داده ترڅو د هر نړیوال جام سیالیو وړاندې اسیایي لوبډلې همغه بڼې سیالیو ته ښه چمتووالی ونیسي او هم نورو دویمه درجه اسیایي لوبډلو ته هم د لوبیدو چانس برابر کړي.

دیادونې وړ ده چې د ایشیا کپ سیالۍ د لومړي ځل لپاره په ۱۹۸۴ کال کې پیل شوې چې ۱۲ ځلې په کې پنځوس اوریزه (ایشیا کپ) سیالۍ ترسره شوي چې په کې سریلانکا او هندوستان پنځه پنځه ځلې داتلولۍ جامونه ګټلي دي.

ویل کېږي چې د ۲۰۱۶ کال ایشیا کپ شل اوریزه سیالۍ به د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د شل اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو وروسته ترټولو سترې شل اوریزه نړیوالی سیالۍ وي.

دیادونې وړ ده چې اوس مهال د افغانستان،نیپال ، هانګ کانګ او عربي اماراتو کرکټ ملي لوبډلې د نړیوالو شل اوریزه لوبو امتیاز لري خو معلومه نده چې لوبډلې به کله، چېرته او څرنګه د راتلونکي ایشيا کپ سیالیو لپاره ټاکنیز پړاو لوبې ترسره کړي.

دغه راز تراوسه د کرکټ اسیایي شورا لخوا هم د راتلونکي کال شل اوریزه ایشیا کپ سیالیو مهال ویش او کوربه هیواد ندی اعلان شوی خو ویل کېږي چې د هندوستان په کوربتوب (شل اوریزه کرکټ نړیوال جام) سیالیو وړاندې به ترسره شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام