د عامې روغتیا وزارت چارواکي په هېواد کې له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د جدي تدابیرو خبر ورکوي.
د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیال توحید شکوهمند سلاموطندار ته ویلي چې د مالیې وزارت له دغه وژونکي ویروس سره د مبارزې لپاره ۲۵ میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي.
د نوموړي په وینا، یو کس د بدخشان کشم، یو فیضاباد او څلور نور هم یاوان او راغستان ولسوالیو ته له ایران نه راغلي دي. هغه زیاتوي، که څه هم په یادو کسانو کې د کرونا نښې نښانې نه دي لیدل شوې، خو بیا هم تر جدي څار لاندې دي.
د جمهوریت روغتون سرطبیب سردارخان موسیزي سلاموطندار ته ویلي چې پر کرونا ویروس له اخته کېدو د مخنیوي په موخه د هر چا لهخوا د روغتیايي ټکو په پام کې نیولو په اړه عامه پوهاوی ګټور دی او روغتیايي سکټور دنده لري چې په دې اړه خلکو ته پوهاوی ورکړي.
هغه وايي، خلکو ته د کرونا ویروس په اړه تر عامه پوهاوي پرته له دغه ویروس سره مبارزه سختېږي او پهکار ده چې ټول په دې برخه کې خپل مسوولیت سر ته ورسوو.
دا په داسې حال کې ده چې پرون د هرات ترڅنګ، په غور، فراه او هلمند ولایت کې هم د کرونا ویروس شکمنې پېښې ثبت شوې.