د کرنې سکتور کې د ښځو پرمختګ ته طرحه جوړه شوې


د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزیر نصیراحمد درانی وايي، د کرنې په سکتور کې به د ښځو پرمختګ له‌پاره عملي ګامونه اوچت شي.

ښاغلی درانی د هېواد په اقتصاد کې د ښځو رول مهم بولي. وايي، راتلونکی کال د کرنې په سکتور کې د ښځو پیاوړي کولو له‌پاره به، له ۱۷زرو او ۲۱۶ زیات د چرګانو فارمونه، ۲۷ زره او ۴۰۰ کورنۍ باغچې، یوزرو ۳۰ شنې خونې، د مرخېړیو د تولید او کښت ۱۰۰ مرکزونه جوړ کړي او د شاتو مچیو ۶۰۰ صندوقونه به ورته هم ووېشي.

دغه راز د هېواد لومړۍ مېرمنې بي بي ګل او د ښځو چارو وزیرې دلبر نظري د کرنې په برخه کې د ښځو رول په پیاوړي کولو او پراخولو ټینګار وکړ او ویې ویل، له ۶۶ سلنې زیاتې ښځې د کرنې په سکتور کې کار کوي.

د ښځو چارو وزیره د کرنې په برخه کې د فعالو مېرمنو له‌پاره د مالي سرچینو او بانکونو نه شتون له جدي ستونزو څخه بولي او وايي، د کرنې وزارت باید د ښځو د کاروبار پرمختګ له‌پاره اغېزناکه پروګرامونه ترلاس لاندې ونیسي.

د کرنې او اوبو لګونې وزارت چارواکي وايي، په تېرو څوو کلونو کې کروندګرو ښځو د چرګانو فارمونو، د شاتو مچیو، د تازه مېوو پروسېس، د شنو خونو او کورنیو باغچو جوړولو په برخه کې اړینې زده‌کړې لیدلي او له دې لارې یې د پام وړ ګټه هم ترلاسه کړې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام