د کاپي رایټ قانون او د خپرندویو ټولنو د کارونو پرمختګ

د افغانستان د خپرندویانو سراسري اتحادیه وايي، چې د تقنیني فرمان له صادرلو وروسته د کاپي رایټ قانون له عملي کولو سره د دوي په کارونو کې ښه والی راغلی دی، خو دغه خپرندویان د کتابونو د چاپ او خپرولو له بازاره خوښ نه دي.

د دې اتحادیې مرستیال دوکتور اجمل عازم پرون (د اپریل په ۱۶مه) د کتابونو په ۵ ورځني نندارتون کې د پرانستې په لومړي ورځ وویل، د کاپي رایټ د قانونو له پلي کېدو نه وروسته په کابل کې د کتابونو د خپرېدا او چاپ چارې ښې شوي دي.

د دغه نندارتون په پرانېسته کې حکومتي چارواکو، مدني فعالانو او لیکوالانو؛ د کتاب اونۍ په مناسبت د کابل په اسمايي جاده کې برخه اخیستې وه.

عازم وویل:"د حکومت له لویو کارونو نه یو هم د کاپي رایټ قانون تدوین کول وو او په دې کار سره د افغانستان لیکوالان د خپلو کلتوري کارونو پرمختګ ته هیله من شول. "

د کاپي رایټ د قانون طرحه په ۱۳۸۷ لمریز کال کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي له خوا د یو فرمان په اساس نافذ شوه.

عازم وویل، چې د دې فرمان په صادرلو سره د افغانستان خپرندویو ټولنو د اسیا او اروپا په نندار تونونو کې ګډون کړی و او په کال ۱۳۹۱ او ۱۳۹۳ کلونو کې د تهران په نندارتونونو کې چې ۱۵هېوادونو کې ګډون کړی و؛ افغانستان لومړی مقام تر لاسه کړ.

ده زیاته کړه، د خپرندویانو د قانونو نه ملاتړ د کلتوري پرمختګ لامل کیږي او دغه کار تر دې دمه نه دی شوی.

د دغې اتحادې مرستیال وویل، چې په افغانستان کې۱۵۰ خصوصي چاپ خونې او ۳ دولتي چاپ خونې فعالیت کوي، چې دغه چاپ خونې ۹۵ سلنه د بازار چاپي اړتیاوي برابروي.

په ورته وخت کې د کابل یو شمېر خپروندویان وايي، چې په پاکستان کې د کم کیفیته کتابونو چاپول د دوی اعتبار ته ضربه رسولې او په دې اړه د اطلاعاتو کلتور وزارت هم بې پروايي غوره کړې ده.

د تاک خپروندویې ټولنې مشره ذکیه میرزايي سلام وطندار ته وویل، حکومت باید په دې برخه کې خپل مسولیت ته پام وکړي. 

عبدالودود یو بل خپرندوی دی، دی د ناسالم رقابت او له هېواده بهر د بې کیفیته کتابونو له چاپولو شکایت لري؛ وايي چې "دغه یواځې د خپرندویانو ستونزه نه ده، د ګاونډیانو ناسالم رقابت تل افغانستان ته ضرر رسولی او په ځانګړې توګه د بې کیفیته کتابونو د چاپ په برخه کې، چې د پاکستان له لوري راوړل کیږی؛ خپرندویان یې له ستونزو سره مخ کړي دي"

سره له دې چې په هېواد کې ۱۵۳ چاپ خونې فعالیت لري؛ بیا هم درسې کتابونه په بهر کې چاپېږي.

د خپرندویانو په وینا، که حکومت د درسې کتابونه او نورې چاپي چارې، په هېواد دننه چاپ خونو ته ورکړي؛ نو په ځان به بسیا شي.

دا په داسې حال کې ده، چې یو شمېر لیکوالان د خپروندویانو له غیر مسلکي کارونو شکایت کوي او دغه لیکوال وايي، چې د دولت نه پاملرنه او دغه غیر مسلکي کارونه د دې لامل شوي دي، چې په هېواد کې د چاپ چارې له پرمختګه پاتې شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام