د کانونو وزارت: د ۱۳۹۵ کال له پیله ۸۶ قراردادونه لاسلیک کړي

 

د کانونو وزارت مسوولین وايي، د روان لمریز کاله له پیل راهیسې یې ۸۶ قراردادونه لاسلیک کړي، چې په پلي کېدو سره به یې ۲۰۰۰ خلکو ته کار پیدا شي او په زرګونه نور به په غیر مستقیم ډول دندې پېدا کړي.

د دې وزارت ویاند محی الدین نوري نن (سه شنبه) په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، چې د کانونو او پټرولیم وزارت د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې ۴۵۰ قراردادونه لري؛ چې په کوچني او منځني ډول له کورنیو تولیداتو سره مرسته کوي.

دی وايي، په دې قراردادونو کې د مالګې، سمنټو، ګازو او د قیمتي ډبرو قراردادونه شامل دي.

نوري زیاتوي، چې د ګچ ډبرو او د مرمرو ډبرو ۸ نور قراردادونه هم داوطلبۍ ته وړاندې کېږي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند وايي، په دې قراردادونو کې د فاریاب ولایت د شیرین تګاب ولسوالۍ د ګچ ډبرو کان، د کنداهار ولایت د دامان ولسوالۍ د ګچ ډبرو کان او د غزني ولایت د ناهور ولسوالۍ د ګچ ډبرو کان شامل دي، چې داوطلبۍ ته به وړاندې شي.

محی الدین نوري وویل، امنیت د کانونو په راویستنه کې اساسي رول لري او په هغو سیمو کې چې امنیت نشته کانونه په ناقانونه ډول راسپړل کېږي.

دی وايي، چې امنیتي بنسټونه له دې وزارت سره په همغږۍ د منرالي سرچینو د قاچاق سره مبارزه کوي او زیاتوي، په تېر کال کې یې ۱۲۰ برخو کې د کانونو د قاچاق مخه نیولې ده.

نوري وایي، چې د کانونو وزارت ۱۴ منرالي سیمې په ولایتونو کې مشخصې کړي، چې له یوې طرحې سره یې امنیتي بنسټونو ته لېږي، چې له کورنیو چارو وزارت سره په ګډه کمېټه به پرې کار وکړي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند وویل، د لاجوردو د بورس، د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو طرحه د نهايي کېدو په حال کې ده، چې له مخې یې لېوالتیا لرونکي سوداګر د پانګونې په موخه په دې برخه کې راجلب کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام