لومړني راپورونه وايي، چې دغه چاودنې د پنځم ریاست او د امریکايي پوهنتون شاوخوا شوې دي.
عیني شاهدان وايي، چې دویمه چاودنه د ملي شورا د ټلویزیون دفتر ته نږدې شوې.
په سیمه کې د امبولانسونو اوازونه اوريدل کيږي.
تر اوسه د وژل شویو او ټپيانو شمېر نه دی معلوم.
او همدارنګه هیڅ کومې ډلې د برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې.