د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند حشمت ستانکزی وايي، نن سهار شاوخوا ۶ بجې د پنځمې امنیتي حوزې اړوند په کمپنۍ سیمه کې یو ځانمرګي بریدګر د کرولا ډوله موټر پهواسطه د ملي امنیت پر کاروان برید کړی چې په پایله کې یې ۵ تنه وژل شوي او ۶ تنه ټپیان دي.
د ښاغلي ستانکزي په خبره، په وژل شویو کې ۴ تنه د ملي امنیت کارکوونکي او یو ملکي دی او په ټپیانو کې هم یو تن ملکي او ۵ تنه د ملي امنیت کارکوونکي دي.
د عیني شاهدانو په خبره، چاودنه دومره ځواکمنه وه چې په سیمه کې یې د ډېرو کورونو ښيښې ماتې کړي.
خو وسلهوالو طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره، د برید مسوولیت منلی او ویلي یې دي چې د ملي امنیت «۰۱» قطعه یې په نښه کړېده.