د کابل په ننني موټربم چاودنه کې ۱۳ ملکي وګړي ټپيان شول

دغه پېښه نن سهار شاوخوا ۸ بجې د کابل نهمې امنیتي حوزې اړوند د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ځتیځ لور ته د هوا پېژندنې پرسړک رامنځته شوې ده.

د کابل امنیه قوماندان عبدالرحمن رحیمي د پيښې په سیمه کې خبریالانوته وویل ، چې په دې چاودنه کې یو کس وژل شوی او  ۱۳ نور ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

رحیمي وویل، چې په ټپيانو کې ۳ ښځې هم شاملې دي.

د کابل امنیه قوماندان وایي، ځانمرګي د چاودیدونکو توکو ډک سراچه ډوله موټر د هوايي ډګر ختیځ لور هواشناسۍ پرسړک د خلکو د ګڼې ګوڼې په سیمه کې چاودنه ورکړې.

د رحیمي پروینا، د چاودنې په سیمه کې نږدې نه کوم دولتي تاسیسات شته او نه هم کوم دولتي کارکوونکي په نښه شوي.

بل خوا د چاودنې په سیمه کې د عبدالله بن مسعود "رض" د مسجد خطیب عبدالرب رسنیو ته وویل، چې په دې پيښه کې د دې مسجد له ۵۰ ډير شاګردان ټپيان شوي، چې د دیني علومو پر زده کړو مصروف و.

دغه راز، د چاودنې په سیمه کې شاهدانو سلام وطندار ته وویل، چې چاودنه ډيره زوروره وه او د چاودنې سره سم پولیسو هم هوايي ‌‌‌ډزې وکړې.

د احمد فواد په نوم د چاودنې په سیمه کې یو هټيوال وايي، چې ځانمرګي دې سیمه کې پیلوټان او ترکان په نښه کړل.

احمد جواد بیا وايي، چې دی په سيمه کې دوه مړه کسان ليدلي.

دا لومړی ځل نه دی، چې ځانمرګي په کابل ښار کې ترکان په نښه کوي، بلکې له دې وړاندې هم کابل ښار کې ترکانو موټر وسله والوطالبانو تر برید لاندې راغلی و.

د وزیر محمد اکبر خان د عاجلې څانګې مسول ډاکټر غلام نبي سلام وطندارته وویل، چې روغتون ته د پيښې له سیمې ۱۳ تنه ټپيان ور وړل شوي، چې د اتو ټپيانو روغتیايي حالت د اندیښنې وړ دی.

د پيښې پړه طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د پيښې پرغاړه اخیستې او رسنیوته یې ویلي، چې دغه برید دوی د بهرنیو ځواکونو پر کاروان کړی دی.

مجاهد ادعا کړې، چې په برید کې یوشمیر بهرنیو ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام