د کابل په شش درک کې چاودنو د خبریالانو په ګډون زیات شمېر کسان وژلي

د کابل ښار شش درک د چاودنو په اړه د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند حشمت‌الله ستانکزي رسنیو ته په خبرو کې وویل، په دې پېښو کې ۲۹ تنه وژل شوي دي او ۴۵ تنه نور ټپيان دي. ستانکزی وايي، په پېښه کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د ریپوټونو پربنسټ په دویمه چاودنه کې د ازادۍ راډیو دوه خبریالان عبادالله حنانزی او سباوون کاکړ او دغه‌راز د ازادۍ راډیو یوه خبریاله فرشته محرم درانۍ، د اې ایف پي خبري اژانس افغان عکاس شاه مری فیضي، د یو تلوېزیون خبریال غازي رسولي، د طلوع نیوز عکاس یارمحمد توخی، د یو تلوېزیون عکاس نوروز علي رجب، د مشعل تلویزیون عکاس علي سلیمي او سلیم تلاش وژل شوي دي، دغه راز تېره ورځ په خوست کې ناپېژندو وسله‌والو د بي بي سي پښتو برخې ځايي خبریال احمدشاه هم وژلی دی.

ازادۍ راډیو په خپله پاڼه لیکلي چې داعش ته په منسوب وېب پاڼې اعماق کې دغې ډلې د نن ورځې چاودنو مسوولیت اخیستی.

لومړني معلومات

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د کابل ښار په شش درک سیمه کې د نیم ساعت په واټن کې پرلپسې دوه چاودنې شوې دي.

لومړی چاودنه د یو موټر سایکل په وسیله یو ښوونیز مرکز ته نږدې شوې او د دویمې چاودنې نوعیت لا معلوم نه دی. خو ویل کېږي چې دویمه چاودنه د خبریالانو په ډله کې شوې ده. د ریپوټونو پربنسټ په دویمه چاودنه کې ځېنې خبریالان هم زیانمن شوي دي، خو لا معلومه نه ده چې دا خبریالان د کومو رسنیو دي.

عامې روغتیا وزارت وايي، په دې چاودنو کې ۲۱ تنه وژل شوي او ۴۱ تنه ټپيان شوي دي.

بل‌خوا د جلا‌ل‌اباد ښار بهسودو ولسوالۍ په شهراه چوک کې دوو غبرګو چاودنو له‌امله یو پولیس وژل شوی او ۴ تنه ټپيان دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي سلام‌وطندار ته وویل، په ټپيانو کې یو پولیس او درې ولسي‌وګړي شامل دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام