د کابل پر یوه مېلمستون برید کې ۵ کسان وژل شوي

دغه برید بیګا شپه اته نیمې بجې د کابل ښار کلوله پشته سیمې څلورمې امنیتي حوزې اړوند د پارک پالس په نوم هوټل باندې وشو.

د کابل امنیه قوماندان عبدالرحمان رحیمي سلام وطندارته وویل، چې په دغه برید کې ۵ کسان وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي.

ښاغلي رحیمي زیاته کړه، چې په وژل شویو او ټپيانو کې بهرني او کورني وګړي شامل دي، خو امنیتي کسانو ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

امنیه قوماندان وایې، چې بریدو کوونکي له امنیتي کمربند تېر شوي او د هوټل په دننه کې د برید سره سم یې پر وړاندې امنیتي کسانو عملیات پيل کړي دي.

ویل کیږي، برید داسې مهال شوی، په پام کې وه، چې په دغه هوټل کې یو سندریز کنسرت جوړ شي.

په دې اړه د کابل کې د امریکا سفارت هم منلې، چې په برید کې یو امریکايي وژل شوی دی.

دغه راز، په برید کې ۲ هندي وګړي هم وژل شوي. 

 د پيښې شاهدانو سلام وطندارته وویل، چې د هوټل په دوروازه کې کومه نښته نه ده شوې، یواځې د مېلمستون د ننه د سپکو وسلو غږونه راوتل.

د مېلمستون مخې ته د ایمل په نوم یوهټيوال سلام وطندار ته وویل، چې په دې سیمه کې بېګاه شپه ۸ نیمې بجې له هوټل نه د ډزو غږونه راوتل، خو نور حالت د لیدلو نه و.

نوموړی وایې، چې د پيښې ځای ته د پولیسو ځانګړو قطعو په راتګ د شپې تر ۲ بجو هوټل کې ترهګر ووژل شول او امنیتي حالت ښه شو.

د برید پړه وسله والو طالبانو منلې ده. د ذبیح الله مجاهد په نامه د دغې ډلې یوه ویاند رسنیو ته په یوه استول شوې ویناپاڼه کې ادعا کړې، چې برید د بهرنیانو پر یوې غونډې شوی، چې په وینا یې (لسګونه) کسان  یې پکې مړه او ټپيان کړي دي.

طالبان وايي، دا برید یې د ځانګړي تکتیک له مخې کړی، چې په یاد هوټل کې د امریکا او ځېنو نورو هېوادونو مهم مېلمانه وو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام