د کابل پر یوه روغتون برید کې ۱۳ ملکیان وژل شوي او ۱۵ ټپیان دي

کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل ښار په دشت برچي سیمه کې پر یوه روغتون برید د ۳ بریدګرو په وژل کېدو پای ته ورسېده.

دغه وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، افغان ځواکونو له سلو نه ډېر ملکیان ژغورلي دي.

وسله‌والو نن سهار شاوخوا لس بجې د کابل ښار په دشت‌ برچي سیمه کې پر یوه ملکي روغتون چاودنه وکړه او د عیني شاهدانو په وینا، وسله‌وال روغتون ته ننوتل.

عبدالله عبدالله یاد برید غندلی او هغه یې د خلکو پر وړاندې ستر جنایت بللی دی.
دغه برید پر ټولنیزو رسنیو هم د خلکو پراخ غبرګونونه راپارولي او هغه یې یو نه بښونکی کار بللی دی.

دا په داسې حال کې ده چې نن سهار په ننګرهار کې د یوې جنازې پر مهال هم چاودنه وشوه چې له کبله یې ۲۴ کسان ووژل شول شول او ۶۸ نور ټپیان شول.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام