د کابل د ولایتي شورا د غړي ساتونکو د یوې خصوصي رسنۍ مسوول وهلی

د کابل د ولایتي شورا د غړي فواد صدیقي اوو ساتونکو د خورشید خصوصي ټلوېزیون مسوول رفېع صدیقي وهلی‌ ډبولی دی.

د خورشید ټلوېزیون مسوول وايي، فواد صدیقي د خلکو د کورونو په منځ کې لوړپوړې ودانې جوړوي او په دې سیمه کې د ودانۍ جوړولو هېڅ جواز نه لري.

رفېع صدیقي وايي، دا موضوع یې له مسوولانو سره شریکه کړې، خو په وینا یې، هېڅ ځواب یې نه دی ترلاسه کړی او د زورواکۍ په پایله کې لانجه وهلو ډبولو او شکنجې ته رسېدلې ده.

د کابل د څلورمې ناحیې رییس سمېع‌الله سمسور هم تاییدوي چې یاده لوړپوړې ودانۍ په ناقانوني ډول او د ښاروالي له جواز پرته جوړېږي. نوموړی وايي، د څلورمې ناحیې له لوري دوه اوونۍ وړاندې د یادې ودانۍ کارونه درول شوي وو، خو بېګاه یې په ناقانونه توګه بیا پیل کړي دي.

خو د کابل د ولایتي شورا غړی فواد صدیقي دا ادعا ردوي او وايي، د دغې ودانې له جوړېدو مخکې یې له ناحیې نه اجازه اخیستې او رفېع صدیقي یې د جوړولو په بدل کې د کور له خاوند نه ۱۰ ډالر غوښتي دي.

پر ټولنیزو رسنیو خپرې شوې ویډیوګانې ښيي د کابل د ولایتي شورا غړی فواد صدیقي د خورشید ټلوېزیون پر مسوول برید کوي او وهل ډبول ورکوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام