په کابل کې یو شمېر مدني فعالانو او ښځو نن په یوه غونډه کې د هېواد له بندخونو د پنځه رزه طالب بندیانو پر احتمالي خوشې کېدو اندېښنه وښوده.
معترضان وايي، نوی نسل د طالبانو ظالم او ترهګر حکومت نه، بلکې ازادي او ولسواکي غواړي.
مدني فعاله ترنم سعیدي وايي، افغانان نه غواړي چې د خپلو اتلسو کلونو لاستهراوړنو ارزښتونه له لاسه ورکړي.
نوموړې ټینګار کوي چې هېڅکله به امریکا او پاکستان ته د افغانستان پر برخلیک د پرېکړې اجازه ور نه کړي.
په هرات کې هم یو شمېر مېرمنو په یوه خبري غونډه کې د طالب بندیانو د احتمالي خوشې کولو په اړه اندېښنه وښوده.
دوی وویل، د طالب بندیانو د خوشې کولو په اړه باید په بینالافغاني خبرو اترو کې پرېکړه وشي.
په لوېدیځ زون کې د مدني ټولنې او بشر حقونو شبکې مسووله عزیزه خیراندېش وايي، د پنځه زره طالب بندیانو خوشې کول ناقانوني کار دی.
بلهخوا د کندوز سلګونو اوسېدونکیو په یوه لاریون کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړهلیک ملاتړ وکړ.
د لاریونوالو له ډلې خانمحمد او جمعهخان وویل چې په هیواد کې د جګړې او ناامنیو دوام حللاره نه ده. دوی له طالبانو وغوښتل چې جګړه پرېږدي او له امریکا سره د سولې تر څنګ دې له افغان دولت او خلکو سره هم سوله وکړي.
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالب ډلې سیاسي مرستیال ملاعبدالغني برادر د کب په لسمه د شنبې په ورځ د امریکا او طالب ډلې ترمنځ د سولې هوکړهلیک د قطر په پلازمېنې دوحه کې لاسلیک کړ.