ملي يووالي حکومت ته يوې نږدې سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط سلام وطندار ته ويلي، چې اجرايوي رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د افغانستان او پاکستان د څار ګرو ادارو ترمنځ د معلوماتو شريکولو د پوهاوي لیک سره مخالف دی او دا د افغانستان په ګټه نه بولي.
بل خوا پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د پاکستان څارګرې ادارې سره د استخباراتي پوهاوي ليک د لاسلیکولو په باب خپل جدي عکس العمل ښودلی.
نوموړي د دولت له مشرتابه غوښتنه کړې، چې دغه سند باید ژر تر ژره باطل اعلام کړي او په راتلونکي کې دې هم د داسې سندونو له لاسليکولو ډډه وکړي.
څو ورځې وړاندې د افغان حکومت له لوري داسې راپورونه خپاره شول، چې د افغانستان استخبارات د پاکستان د څار ګرې ادارې سره داسې يو پوهاوی لیک لاسليک کړی، چې له مخې به يې له دې وروسته دواړه هېوادونه د یو بل سره استخباراتي معلومات شريکوي.
پرون (مې ۱۹) د وزیرانو شورا په غونډه کې د ملي امنیت رییس رحمت الله نبیل هم له پاکستان سره دغه پوهاوی لیک بې ارزښته وباله، خو پر وړاندې يې بیا د ولسمشر د ملي امنيت سلاکار محمد حنیف اتمر د غبرګون سره مخ شو.
د راپورونو پر بنست حنیف اتمر ويلي، چې پر دغه پوهاوی لیک باید د افغانستان د ملي امنيت کارکوونکي عمل وکړي.
رحمت الله نبیل ويلي، چې دغه هوکړه لیک د ده د مرستيال له لوري لاسلیک شوی او دی ورسره موافق نه دی.
همدارنګه د ملي امنيت پخواني مشر اسدالله خالد هم په دې اړه خپل جدي غبرګون ښودلی او ويلي يې دي، چې مونږ هیڅکله داشان شرمونکی پوهاوی لیک نه دی لاسلیک کړی.
له اسدالله خالد مخکې د افغانستان د ملي امنیت بل پخوانی مشر امرالله صالح وايي، چې دغه پوهاوی لیک لاسلیکول د ډیورنډ کرښې د لاسلیک څخه هم شرمونکی دی.
هغه ويلي، چې د داشان لیک لاسلیکول د پاکستان څار ګرې ادارې يو له خوږو خوبونو څخه وو.
اخوا د پارلمان ځينو غړو هم د دغه لیک سره جدي مخالفت څرګند کړی او له پاکستاني چارواکو سره دا شان معامله د ملي امنیت له پاره تر ټولو خطرناک بللي.
بل خوا د حزب اسلامي د شوراګانو اتحاد هم په یوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې د پاکستان او افغانستان استخباراتو ترمنځ د داسې يوې هوکړه لیک د لاسليکولو په باب خپل ژور خفګان او اندېښنه ښودلې.
د حزب اسلامي د شوراګانو اتحاد ليکلي، چې د آې، ایس، اې شبکه په تېرو څلورو لسیزو کې د افغانستان د ورانولو تر ټولو لوی عامل دی.
په دغه اعلاميه کې د حزب اسلامي د یووالي شورا مشرتابه له حکومت څخه غوښتي، چې یاد سند ژر تر ژره باطل اعلان کړي، ځکه د دوی په وينا دغه سند خپل قانوني مراحل نه دي طی کړي او په راتلونکي کې هم د هر ډول ملي ګټو پر خلاف د سندونو له لاسلیک کولو څخه ډډه وشي.
خو په دې اړه بیا ځينې د سياسي چارو کارپوهان هم بېلابېلې تبصرې درلودې.
د سياسي او حقوقي چارو کارپوه عبدالستار سعادت په خپل فیسبوک پاڼه کې ليکلي، چې په داسې حالت کې باید خلکو سره سلا مشوره وشي او د اقداماتو د ګټو توضیح او یا له نورو طریقو نه دې د عمل بستر رامنځته شي.
هغه وايي، په دې وروستیو کې، پاکستان سره د نوي نظام اړیکې ښایي د افغانستان په ګټه وي، خو په وينا يې دی شک لري.
ده زياته کړې، د نظام دا ډول سیاست، د خلکو په خوښه نه دی.
هغه کاږلي چې، " زمونږ هدیرې د آې ایس آې یا په لنډه کې، د پاکستان د خصمانه سیاستونو له امله، د نفوس په تناسب، ډېرې اوږدې دي او بر لري؛ هر کور ته یې درد ورکړی" نو د عبدالستار سعادت په وينا؛ که دولت غواړي دې هېواد سره خپلې اړیکې نږدې کړي، د هغه هېواد د خصمانه سیاست د تغیر په اندازه د ولس قانع کول سخت دي.
د سياسي او حقوقي چارو کارپوه وايي، په ولسواکې ټولنه کې داسې عجولانه اقداماتو نه دې ډډه وشي او په دې برخه کې پوره احتیاط په کار دی.